نړۍ

د اسراییلو او حزب‌الله ډلې ترمنځ کړکېچ؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته تللی

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له دوام سره هم‌مهاله د لبنان په پوله کې ډزې روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول سیمې ته تللي دي ترڅو د غزې د جګړې له پراخېدو مخنیوی وکړي.

په همدې حال کې د اسراییلو پوځ د غزې تړانګې په ځینو برخو بریدونه او په لبنان کې د حزب الله په مرکزونو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

لبنان سره د اسراییلو پر پوله د تاوتریخوالي زیاتېدو سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د اروپایي ټولنې د بهرني سیاستونو د مشر پام اړولی دی.

انتوني بلینکن، د شنبې په ورځ په استانبول کې له خپل ترکي سیال، هاکان فیدان سره وکتل. تمه کېږي چې هغه به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري چې پر غزې د اسراییلو د برید له سختو منتقدانو څخه دی.

جوزف بورل، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول هم بروت ته تللی دی، ترڅو د دغه هېواد له مشرانو سره وګوري.

د امریکا او اروپا د دغو دوو جګپوړو چارواکو ماموریت د کړکېچ کمول او په سیمه کې د جګړې له پراختیا مخنیوی بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په سهار حزب الله ډلې د بیروت په څنډه کې د اسراییلو له خوا د حماس د مرستیال د وژلو په ځواب کې د اسراییلي پوځ پر پوستو ۶۲ توغندي وتوغول.

په ځواب کې اسرائیلو هم د حزب الله مرکزونه په نښه کړل.

دې خوا، د غزې په تړانګه کې د اسراییلو پوځ بريدونو ته دوام ورکوي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۲۲ تنه وژل شوي او ۲۵۶ تنه ټپیان دي. د دوی ترمنځ، دغه ماشوم خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې ده؛

۱۱ کلن فلسطینی ماشوم محمود عوض خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې ده. هغه وايي: «ټول شهيدان شول؛ زما وروڼه، پلار مې رامي عوض، زما کشر ورور چې په دویم ټولګي کې وو او زما مشر ورور معاذ چې په اتم ټولګي کې و، زما پلار او مور.»

د دې ترڅنګ د غزې دوه میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي. هغه څه چې ملګرو ملتونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال ویاندې اسټیفني ټرمبلي په دې اړه ویلي: «د اکتوبر د اوومې نېټې له وحشتناکو بریدونو درې میاشتې وروسته، غزه د مرګ او مایوسۍ ځای ګرځېدلی دی.»

تېره ورځ، اردن او فرانسې غزې ته له چورلکې طبي وسایل او درمل وغورځول.

په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او قطر له چارواکو سره هم لیدنې ولري؛ په سیمه کې د جګړې له پراختیا مخنیوی، غزې ته د زیاتو مرستو استول او د حماس او نورو فلسطیني ډلو له منګولو څخه د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون هڅې به د نوموړي د دغه سفر له مهمو ماموریتونو څخه وي.