افغانستان

د نوي کال له پیل راهیسې پاکستان کې تر ۳۰ زرو زیات افغان کډوال نیول شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له درېیو میاشتو راهیسې له پاکستانه څه باندې ۴۹۳ زره کډوال یا افغانستان ته ستانه شوي او یا هم ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، د ډسمبر له ۳۱ راهیسې د پاکستاني پولیسو له خوا تر ۳۰ زره زیات کډوال نیول شوي دي.

یو شمېر هغه کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وايي چې لا هم سرپناه ته لاس‌رسی نه لري او ماشومان یې په ناوړه وضعیت کې دي.

دغه کډوال وايي چې د ژمي په موسم کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

الله داد تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی او اوس په هرات ولایت کې اوسېږي.

هغه وايي چې له دوو مياشتو راهيسې د پاکستاني پوليسو له خوا بندي و، او اوس د خپلې کورنۍ له ۱۵ غړو سره په افغانستان کې دى او د ژوندانه کمو امکاناتو ته هم لاس‌رسى نه لري.

د هېواد دغه اوسېدونکی ټینګار کوي، چې ۱۲ ماشومان یې د ژمي سړې شپې له سرپناه او د ګرمولو توکو له لرلو پرته تېروي.

له پاکستانه ایستل شوي کډوال الله داد وايي: «له یخنۍ، لوږې، بې‌ځایه کېدو او له ټولو ستونزو ډېر دردمن یم. ډېرې ستونزې لرو، اوړه، پیسې، سرپناه هېڅ هم نه لرم زموږ ژوند ډېر له کړاوونو ډک دی.»

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راستنېدونکو او ایستل شویو کسانو شمېر نږدې نیم میلیون اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ وايي، د نوي زېږدیز کال له پیل راهیسې د پاکستان د پولیسو له خوا تر ۳۰ زرو زیات کډوال نیول شوي دي.

له پاکستانه یو بل ایستل شوی کډوال عصمت الله وايي: «زما ورور د پاکستان د پولیسو له خوا ونیول شو او ما ورته ۱۵۰ زره کلدارې ورکړې او هغه یې خوشی کړ. دلته په دې کمپ کې پنځوس کورنۍ یو، له یو نیم زره او درې خیمو پرته له موږ سره مرسته نه ده شوې او نه چا زموږ پوښتنه کړې ده. او هرڅه ته اړتیا لرو.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې به شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي، چې مرستې ته اړتیا لري او که له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته ونه شي او د سرپناه برابره نه شي، د دوی د ماشومانو ژوند به له ګواښ سره مخ وي.

د کډوالو د حقونو فعالان هم په دې ژمي کې د کډوالو ایستل د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف بولي.

د پاکستان موقت حکومت د ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو هدف ټاکلی او د دغه هېواد پولې په تېره بیا د تورخم او سپین بولدک لارې هره ورځ د پاکستان له خوا د کډوالو د شړلو شاهدې دي.