نړۍ

۲۰۲۴ په ټوله نړۍ کې د ټاکنو کال

په نوي زېږدیز کال کې به اروپایي ټولنه او ۶۴ هېوادونه د ټاکنو د ترسره کېدو شاهد وي او د نړۍ نږدې نیمايي وګړي به په ټاکنو کې برخه واخلي.

روان کال کې له پاکستان، ایران، ازبکستان، هند او روسیې څخه نیولې تر امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې او همدارنګه یو شمېر افریقايي هېوادونه لکه سویلي افریقا به د ټاکنو د ترسره کېدو شاهد وي.

د افغانستان په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې ټاکنې

پاکستان: د استازو جرګې ټاکنې – د فبرورۍ پر ۸
ایران: د اسلامي شورا او د کارپوهانو شورا – د مارچ پر لومړۍ نېټه
ازبکستان: د استازو جرګې ټاکنې – له اکټوبر تر ډسمبره
هند: د استازو جرګې ټاکنې – له اپریل تر مې
بنګله‌دېش: د استازو جرګې ټاکنې – د جنوري پر ۷
روسیه: ولسمشریزې ټاکنې – د مارچ له ۱۵ – ۱۷
اذربایجان: ولسمشریزې ټاکنې – د فبروري پر ۷
منګولیا: د استازو جرګې ټاکنې – د جون پر ۳۰

په ۲۰۲۴ کې تر ټولو مهمې ټاکنې

متحده ایالات: د ولسمشرۍ او د استازو جرګې ټاکنې – د نومبر پر ۵
اروپا: د اروپایي پارلمان ټاکنې – د جون له ۶ تر ۹
بریتانیا: د استازو جرګې ټاکنې – جنوري ۲۸مه
سوریه: د استازو جرګې ټاکنې – نېټه یې لا ناروښانه ده
اندونیزیا: عمومي – د فبرورۍ پر ۱۴
شمالي کوریا: پارلماني ټاکنې – د  اپریل پر ۱۰
سویلي کوریا: د استازو جرګې ټاکنې – د اپریل پر ۱۰

یادې ټاکنې د راتلونکو کلونو لپاره د ډیرو هېوادونو لپاره مهمې دي.

لکه د تایوان په څیر، هر څوک چې یې راتلونکی ولسمشر شي، د دې خودمختاره ټاپو په اړه به د چین چلند ته چې بیجینګ په وار وار پرې د برید ګواښ کړی دی، بڼه ورکړي.

په یو شمیر هېوادونو کې د آزادو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو ته د شک په سترګه کتل کیږي.

د بنګله‌دېش په څیر، چې احتمالاً لومړۍ وزیره شیخ حسینه به یې د څلورمې دورې لپاره هم ټاکنې وګټي، ځکه دا ټاکنې د اپوزیسیون له خوا تحریم شوې او په وروستیو میاشتو کې د دې ګوندونو اعتراضونه ځپل شوي دي.

په پاکستان کې هم پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې دا مهال په زندان کې دی هڅه کوي بېرته واک ته راوګرځي.

له زندانه بهر؛ د نوموړي د ګوند پلویان او غړي د پاکستان د حکومت له خوا ځپل کیږي او تېره اونۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو شمېر نوماندان د نوم لیکنې پر مهال د پولیسو له خوا وهل شوي او ورسره ناوړه چلند شوی دی.

لکه د صنم جاوېد په څېر چې د نوماندۍ د نوملیکنې پر مهال د پولیسو له خوا ونیول شوه او په دغه موټر کې واچول شوه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند نوماندې صنم جاوېد وویل: «خپل اسناد مې تحویل کړل، خو نه پوهېږم، ولې دومره وېرېږي، چې بې صلاحیته کوي مې او د ضمانت اجازه نه راکوي او یو پلمه جوړوي.»

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د لاهور او ميانوالي له حوزو د عمران خان نوماندي رد کړې ده.

په ایران کې د مهسا امیني د مړینې په اړه د خلکو ناخوښي او د حکومت له خوا د خلکو ځپلو ته په پام سره چې ښایي د راتلونکو ټاکنو پر بهیر اغیز وکړي، ایراني چارواکي هڅه کوي، په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون کوونکو کچه لوړه کړي.

د کارپوهانو د شورا ټاکنې، چې په کې روحانیون هم شامل دي، خورا مهمې دي. ځکه د دغې شورا یوه له مهمو دندو څخه د علي خامنه اي چې په راتلونکي کال کې به ۸۵ کلن شي، د ځای ناستي ټاکل دي، په هغه صورت کې چې د خپلو دندو د ترسره کولو وړتیا له لاسه ورکړي.

په یو شمېر هېوادونو کې د ټاکنو پایلې مخکې له مخکې اټکل کیدی شي، لکه د روسیې ولسمشریزې ټاکنې چې ټاکل شوې د مارچ په منځنیو ورځو کې ترسره شي؛ د دغه هېواد د ولسمشر پوتین منتقدینو ویلي، چې تیره اونۍ د روسیې د ټاکنو کمیسیون له خوا د اکاترینا دانتسووا د نوماندۍ لغوه کېدو وښوده چې د پوتین مخالف نوماندان په دې ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی.

په اوکراین کې هم معلومه نه ده چې ولسمشریزې ټاکنې به ترسره شي که نه، ځکه دغه هېواد له روسیې سره په جګړه کې دی او ولادیمیر زلنسکي اراده لري چې یو ځل بیا ځان نوماند کړي ځکه محبوبیت یې لا هم په دغه هېواد کې لوړ دی.

په همدې حال کې، په بریتانیا کې به هم ملي ټاکنې ترسره شي. یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې نظرپوښتنې ښيي، کارګر ګوند به د دغه هېواد په راتلونکو ټاکنو کې د محافظه کاره واکمن ګوند پر ځای چې شاوخوا ۱۴ کاله په واک کې وو، بریالی شي.

په ورته مهال، په متحده ایالاتو کې به ولسمشریزې ټاکنې یو له سترو ټاکنیزو پېښو وي.

د جمهوري غوښتونکي اړخ شپږ کسان هڅه کوي چې د ډیموکراتانو پروړاندې په راتلونکو ټاکنو کې د دې ګوند نوماند شي.

۷۷ کلن ډونالډ ټرمپ عملاً په څلورو جنايي قضیو تورن دی. د پټو اسنادو ساتل او د امریکا د کانګرس پر ودانۍ په برید کې رول لرل؛ د سویلي کارولینا پخوانۍ والي نیکي هیلي، د فلوریډا والي رون ډیسانتیس، د بایو ټیک کمپنۍ پانګه اچوونکی او پخوانی اجرائیه مشر ویویک راماسوامي، د ټرمپ منتقد کریس کریسټي، او د ارکانزاس پخوانی والي ایسا هاچنسن د جمهوري غوښتونکي نوماندۍ لپاره سیالي کوي.

له دیموکراتانو څخه بیا ۸۱ کلن بایډن چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بېړنۍ وتلو له کبله له نیوکو سره مخ دی، د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین او پر غزې د اسرائیلو له برید ملاتړ کوي او په غزه کې د اوربند له ټینګېدو او د کډوالۍ د تګلارو له ملاتړه د انکار له کبله له نیوکو سره مخ دی. لیکواله ماریان ویلیامسن او د دغه هیواد د کانګرس غړی ډین فیلیپس د دغه ګوند نور احتمالي نوماندان دي.

په دغه هېواد کې ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې په اوکراین کې جګړه خپل درېیم کال ته ځي، د اسراییل او حماس ترمنځ سخته جګړه هم روانه ده، د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچ او د شمالي کوریا ګواښونه زیات شوي، د تایوان پر سر کړکېچ او د چین له خوا یې د نیولو ګواښونه او امریکایی هیوادونو ته د کډوالو راتګ هم زیات شوی دی.