سوداګري

افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو په پيلېدو د ټکټونو بیو راټېټېدل

د ځينو بهرنيو هوايي شرکتونو د الوتنو له پيلېدو سره د بهرنيو الوتنو د ټکټونو بيې يو څه راټيټې شوې دي.

د هوايي چلند یو شمېر شرکتونه وايي چې لا هم د درې کاله پخوا په پرتله د ټکټونو بیې لوړې دي او د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پیلېدل به د شرکتونو ترمنځ د سیالۍ زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې دوه نور بهرني هوايي شرکتونه هم په روانه میاشت کې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د جمهوري نظام له سقوط سره د هوايي چلند ټولو سترو شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې وځنډولې او د دغو شرکتونو د الوتنو ځنډېدو د هوايي شرکتونو تر منځ سيالي له منځه يوړه او ناڅاپه د ټکټونو بيې څو برابره لوړې شوې.

یو شمېر ګرځندوی شرکتونه وايي، چې اوس د یو شمېر هوايي شرکتونو د فعالیتونو په بیا پیلېدو د الوتکو د ټکټونو په بیو کې یو څه بدلون راغلی او د سیالۍ زمینه ورته برابره شوې ده.

دا مهال د کابل ـ استانبول، کابل ـ دوبۍ، کابل ـ تهران او کابل ـ اسلام اباد د ټکټونو بيې له ۱۵ تر سل ډالرو راټيټې شوې دي.

د فلای دوبۍ هوايي شرکت دوه میاشتې وړاندې خپلې الوتنې بیا پیل کړې او په پام کې ده چې د متحده عربي اماراتو اړوند یو بل هوایي شرکت هم د روان کال د جنورۍ په ۱۰ مه کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

اېر عربیه او د جزیرې اېروېز هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د کابل هوايي ډګر ته به یو پر بل پسې خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

يو شمېر مسافر وايي، چې په بازارونو کې د ټکټ بيه د تېرو کلونو په پرتله لا هم لوړه ده.

دا مهال د کام اېر، آریانا، ماهان، تابان او فلای دوبۍ هوايي شرکتونه د کابل هوايي ډګر ته د مسافرو د لېږد رالېږد په برخه کې فعالیت لري.

طالبانو د هوايي ډګر د ځمکنيو خدماتو، د هوايي چلند د امنیت او د الوتکو د لارښوونو خدماتو مسوولیت د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت ته سپارلی، ترڅو د هوايي چلند ستر شرکتونه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي، خو لا هم د اماراتو او ترکش اېرلاین په څېر شرکتونو چې پخوا یې په افغانستان کې فعالیت درلود، افغانستان ته یې بیا خپلې الوتنې نه دي پیل کړې.