افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هوکړه‌لیک د تصویب پروړاندې د طالبانو غبرګون: د ځانګړي استازي ټاکل «اړین اقدام» نه دی

طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۷۱ پرېکړه‌لیک د تصویب په غبرګون کې ویلي، چې دا پرېکړه‌لیک د دې شورا د دایمي غړو ترمنځ له اختلاف سره سره او له دوی سره «له مشورې پرته» تصویب شوی دی.

دا پرېکړه‌لیک د جمعې په ورځ په ۱۳ موافقو او دوو ممتنع رایو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شو. د دې پرېکړه‌لیک یو له ترټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ټاکل دي.

طالبانو په دې اعلامیه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د استازې په شتون کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل «غیرضروري» اقدام بللی او ویلي یې دي، دا ښيي چې افغانستان داسې هېواد دی چې له نښتو سره مخ دی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې «له افغانستان سره د پراخ او پیاوړي تعامل لپاره د ملګرو ملتونو له ټولو مثبتو هڅو» هرکلی کوي خو د دوی کړنې به «د مذهبي باورونو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو» پر بنسټ وي.

طالبانو په دې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان اړوند پرېکړو کې «شته واقعیتونه» په پام کې ونیسي او پرېکړې باید د هېڅ لوري تر اغېزې لاندې نه وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې ورځې په ناسته کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې استازو د ښځو د حقونو پروړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ګومارلو ملاتړ کړی دی.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د دې بهیر موخه له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه د یوه سوله‌ییز افغانستان یو ځای کېدل او د نړیوالو مکلفیتونو رعایت دی. پرېکړه‌‌ليک کې په دې بهیر کې د افغان مېرمنو پر بشپړ، مساوي، مانا لرونکي او خوندي ګډون هم ټينګار شوى او ويل شوي، چې سرمنشي بايد د خپلو مشورو پايلې په ٦٠ ورځو کې له امنيت شورا سره شريکې کړي.

همدارنګه ویل شوي چې ځانګړی استازی باید د بشري حقونو او جنډر په برخه کې تخصص ولري. د افغانانو ترمنځ د خبرو‌اترو او د طالبانو په ګډون له افغانستان سره د نړۍ د ډیپلوماسۍ وده د ځانګړي استازي ماموریت بلل شوی دی.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې له دې وروسته به د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې ستراتیژي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له مخې وي او د هېوادونو ځانګړي استازي به د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په راپور کې د فریدون سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې‌اترې وکړي.