Uncategorized @ps افغانستان

په روان کال کې په افغانستان کې څه د پاسه ۶۰ خبریالان نیول شوي دي

د افغان خبریالانو مرکز ویلي دي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي.

دغه مرکز ویلي دي چې د دغو پېښو ډېره برخه د طالبانو له خوا د خبریالانو وژل، ټپي کول او ګواښل دي.

د دغه مرکز په راپور کې راغلي چې طالبانو سږ کال تر ۶۰ ډېر خبریالان نیولي او د رسنیو د محدودولو فرمانونه یې هم صادر کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د مسؤولینو په باور، په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې رسنۍ او خبریالان د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ وو او حقونه یې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۳ کال کې د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، په روان کال کې په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي د طالبانو له خوا له محدودیتونو سره مخ وه.

دغه مرکز ویلي دي چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د رسنیو لپاره ۱۴ فرمانونه صادر کړي دي.

د راپور پر جوړولو، د منځپانګې د تولید څارنه، په ډرامو کې د ښځو شتون منع کول، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول، د ښځو او نارینه وو ترمنځ د خبرو اترو منع کول، د رسنیو له لارې د طالبانو له مخالفینو سره له خبرو منع کول او د لاریونونو د خبرونو پوښښ منع کولو محدودیتونه شامل دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په کلني راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د خبريالانو د وژلو، نيولو او ګواښلو په ګډون د خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې څه باندې ۱۷۰ پېښې ثبت شوې دي.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د خبریالانو له حقونو په سرغړونو کې د وژنې یوه پېښه، د زخمي کولو ۱۹، د ګواښونو ۸۷ او د نیولو ۶۱ پېښې ثبت شوې دي.

د افغان خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې اووه غږیزې او وېډیويي رسنۍ د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور تړل شوې دي.

ازادي راډيو، امريکا غږ راډيو، په فيض اباد کې د بانوان راډيو، په ننګرهار کې د خبريالانو روزنيز کار ځای، همېشه بهار ټلويزيون، په ننګرهار کې نن سيمه ييزه راډيو او په دايکندي کې نسيم راډيو په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا تړل شوې دي او يو شمېر خبريالان او مسؤولین يې بنديان شوي دي.

خو له دې جملې څخه په ننګرهار کې د بهار راډيو، په دايکندي کې د نسيم راډيو او په فيض اباد کې د بانوان راډيو په ګډون يو شمېر دغه راډيوګانې بيا پرانستل شوې، خو ظاهراً د طالبانو له بنديزونو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په دایکندي کې د نسیم راډیو مسؤول سلطان علي جوادي د طالبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی او اوس په زندان کې دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په راپور کې راغلي دي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د استخباراتو ریاست او د امر بالمعروف وزارت د رسنیو او بیان ازادۍ د نیولو، ګواښلو او ځپلو مسؤولیت درلود.