سوداګري

د ژمي له رارسېدو سره هم‌مهاله د سون توکو بیو پر لوړوالي د بلخ د اوسېدونکو نیوکه

د ژمي موسم له رارسېدو سره هم‌مهاله د بلخ اوسېدونکي د سون توکو د بیې پر لوړوالي نیوکه کوي.

د بلخ اوسېدونکي وايي، چې د کاروبار په نشتون کې د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د بیې لوړوالي دوی په دې موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بلخ اوسېدونکی محمد سلیم وايي: «دولت باید کنټرول ولري او بیې باید راټیټې کړي ترڅو خلک وکولای شي ویې‌پېري، ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی.»

د بلخ اوسېدونکی شاه ولي وايي: «د خلکو عاید ته په پام لرګي هم ګران دي او د ډبرو سکرو بیه هم لوړه ده. که راشي او کنټرول یې کړي ښايي بیه یې کمه شي.»

خو د سون توکو پلورونکي هم وايي، چې دوی دا توکي په لوړو بیو سره پېري.

بلخ کې یو پلورونکی عبدالله وايي: «له حکومت څخه مې وغوښتل چې د ډبرو سکرو بیه کمه شي او د خلکو او ولس لپاره په زړه سوي خدمت وکړي.»

بلخ کې یو بل پلورونکی شمس‌الله وايي: «خلک اوس پیسې نه لري، همدا چې من په ۶۵ افغانۍ پلورو، دوې تر درې روپۍ ګټه راته پاتې کېږي او دولتي بریکیت یې لوړ دی.»

له بل لوري، بلخ ولایت کې د طالبانو ښاروال د سون توکو د بیو لوړوالی مني، خو له پلورونکو غواړي چې باید ګران یې ونه‌پلوري.

بلخ ولایت کې د طالبانو ښاروال محمد کاظم طارق وايي: «د دې له امله چې د افغانۍ بیه لوړه شوې او د ډالرو بیه ټیټه ده، بیې باید د همدې ورځې له نرخ سره سمې برابرې شي.»

بلخ په داسې حال کې د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو بیو له لوړوالي سره مخ دي چې د ډبرو سکرو کانونه د دې همدې ولایت په شاوخوا کې نږدې په ځانګړې توګه سمنګان او سرپل کې دي؛ هغه کانونه چې د ډبرو سکرو کیفیت یې ډېر ښه بلل شوی دی.

اوس‌مهال بلخ ولایت کې د ۷ کیلوګرامه ډبرو سکرو بیه ۶۵ افغانیو ته رسېږي.