ورزش

د کابل د وزلوبې په لیګ کې د ۱۲ لوبډلو ګډون

د کابل د وزلوبې په لیګ کې چې سه شنبې د (مرغومي په پنځمه) د درېيو لوبو په ترسره کولو پیل شو، د هېواد له دوولسو ولایتونو دوولس لوبډلو پکې ګډون کړی دی.

دا لوبډلې لومړی په ډله‌ييز پړاو کې سره سیالي کوي او وروسته غوره لوبډلې حذفي پړاو ته لاره پيدا کوي.

ددغو لوبو په دوام، نن (پنجشنبې د مرغومي اوومه) بغلان د سرپل په وړاندې، کندهار د لوګر او پنجشیر د سمنګان لوبډلو په وړاندې سره سیالي کوي.

په یوه دغه سیالۍ کې چې د پنجشنبې په سهار ترسره شوه، کندهار لوګر ته د اته یو په پایلې سره ماته ورکړه. دا په دغو سیالیو کې د کندهار لومړی بری دی.

د سمنګان، پنجشیر او بامیان لوبډلې په «الف» ګروپ کې، د بغلان، تخار او سرپل لوبډلې په «ب» ګروپ کې، کندز، بلخ او میدان وردګ لوبډلې په «ج» او کندهار، بدخشان او لوګر لوبډلې هم په «د» ګروپ کې دي.

ددغه لیګ پرانیستونکې لوبه د سه شنبې په ورځ د بدخشان او کندهار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ددغو سیالیو په دوهمه ورځ (د مرغومي په شپرمه) د بامیان او سمنګان لوبډلو سره سیالي وکړه.

ټاکل شوې وه دا سیالۍ په تېرو اوونیو کې ترسره شي، خو د سالنګ لارې تړل کېدل ددې لامل شول چې لوبډلې د لوبو ځای ته ونه رسېږي او دا سیالۍ په ۱۵ ورځني ځنډ سره پيل شوې.