افغانستان

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټه: افغانستان کې تر ۱۲ میلیونو زیات کسان له سختې لوږې سره مخ دي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې تر ۱۲ میلیونو زیات افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.

د دې راپور له مخې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي او لس میلیونه اړمن افغانان د خوړو له نړیوالو پروګرامونو بې‌برخې شوي دي.

په دې راپور کې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ژوند تصویر وړاندې شوی دی چې ماشومان یې له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او دا کورنۍ د خوړلو لپاره څه نه لري.

د فراه د پرچمن ولسوالۍ په رباط سرخ لیرې پراته کلي کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان لیدل کېږي، چې د خوړو لپاره څه نه لري.

د پریسا مور ماه ګل چې ماشومه یې پر خوارځواکۍ اخته ده، وویل: «له لوږې سره مخ یو مور شیدې نه لری چې وریې‌کړي، وریجې ورکوو، د وریجو اوبه ورکوو.»

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په خپل راپور کې اشاره کړې چې افغانستان د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دی او میندې اړ دي خپلو ماشومانو ته «انټي هیستامین» ورکړي.

د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي محسن وويل: «مور یې شیدې نه لري، له شپې تر سهاره له لوږې ژاړي، وچې شیدې هم ګرانې دي، غوړي نه شو پېرلای، یوه کیلو غوړي په ۶۰۰ افغانۍ دي.»

د فراه د پرچمن ولسوالۍ بل اوسېدونکي حبیب‌الله وویل: «ماشوم ته مې په سمه توګه رسېدنه نه کېږي، درې کلن شوی دی، خو لا هم په لاره نه شي تلای.»

د میندو لپاره د مناسبو خوړو نشتون د ماشومانو د روغتیا لپاره یوه بله ننګونه ده.

د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص وکیل احمد غوریاني وویل: «د دې له امله چې میندې په پوره اندازه شیدې نه لري او خپلو ماشومانو ته د وریجو اوبه ورکوي، ډېر ګواښوونکی وضعیت دی او ان د ماشومانو د مړینې لامل کېږي، هغه ماشومان چې ژوندي پاتې کېږي د بدن له نیمګړتیاوو سره مخ وي، د ماشوم وده ځنډوي او روحي او رواني او ان جسمي ستونزې رامنځته کوي.»

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې په راپور کې راغلي، چې افغانستان کې تر ۱۲ میلیونو زیات خلک له سختې لوږې سره مخ او درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.