ښځې

له شلو کلونو وروسته، په ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او نجونو شمېر صفر ته ورسېد

د طالبانو له خوا تر سلو زرو زیاتې ښځې او نجونې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو بې برخې شوې دي. د یونسکو یا د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې د شمېرو پر بنسټ له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په لوړو زده کړو کې د ښځو شتون شل برابره زیات شوی، خو د طالبانو په راتګ سره اوس صفر ته رسېدلی.

که په پوهنتونونو کې درسي ساعتونه په اوسط ډول هره ورځ درې ساعته وي، په تېر کال کې، هره محصله نږدې ۱۰۰۰ درسي ساعته وروسته پاتې شوې ده.

د پوهنتونونو تړل او ورپسې د طالبانو له خوا د طبي شورا له ازموینو څخه د نجونو بې برخې کول، کلیوال د ډاکټرانو له کمښت سره مخ کړي دي.

شاداب د هرات پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغه شوې ده؛ کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، دغه محصله د عالي طبي شورا یا (اګزېټ اکزم) په ازموینه کې له ګډون څخه منع شوه.

هغه وايي چې اووه کاله يې په ډېرې سختۍ سره د طب پوهنځي زده کړې سر ته ورسولې خو په پای کې یې طالبانو مخه ونيوله چې ډاکټره شي.

شاداب وايي: «۷ کاله مې په ډېرو سختیو او زحمتونو تېر کړل، موږ د اګزت اکزم ازموینې پړاو ته چمتو وو، خو مخکې له دې چې ازموینه پیل شي ازموینه ودرول شوه، دوه کاله پر له پسې، با وجود د دې چې چمتوالی مو نیولی و، ومو نه شو کولای ازموینه ورکړو او اوس چې پر موږ کومه ستونزه ده، نه شو کولای چېرته کار پیدا کړو په هیڅ روغتون او کلینیک کې د اګزت اکزم اسناد نه لرو.»

هغه محصلین چې د عالي طبي شورا په ازموینه کې بریالي نه شي، نشي کولای په ټولنه کې د ډاکټرانو په توګه خدمت وکړي.

طالبانو په ټولو ولایتونو له دغې ازموینې څخه نجونې بې برخې کړې دي.

په اوسط ډول د هرات په څېر د افغانستان له هر لوی ښار څخه په اوسط ډول هر کال اویا نجونې او ښځې د عالي طبي شورا په ازموینه کې په بریالیتوب سره ډاکټرانې کېدې؛ خو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له راتګ سره ۱۴۰ ښځې او نجونې چې ټاکل شوې وې ډاکټرې شي، اوس په کورونو کې پاتې شوې دي.

د طالبانو له خوا د دې محرومیت پایله په کلیو کې د ډاکټرانو او قابلو کمښت دی.

سیما چې په کلي کې اوسېږي، آمو ته وايي: « موږ قابله نه لرو، کلینیک نه لرو، که ناروغ شو، باید ښار ته ولاړ شو، ښار لېرې دی، سړک لېرې دی، نږدې نه دی.»

رحیمه هم وايي: « دلته قابله مؤقته ده، شخصي کلينيک نه لرو، قابله دلته نشته، که ناروغ شو، ناروغان ښار ته نه شو وړلاى، هوا سړه ده، ښار له موږ لېرې دى.»

په ۲۰۰۱ کال کې د دغو محصلینو شمېر چې ۵ زره نجونو ته رسېده، تر ۲۰۲۱ کال پورې او د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې شل برابره زیات شوی دی.

خو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو ټولې ښځینه محصلینې پوهنتون ته له تلو منع کړې.

که په اوسط ډول یوه محصله هره ورځ درې ساعته زده کړې وکړي، په تېر کال کې سل زره محصلینو له ۹۵ میلیونو څخه زیات درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو لپاره یې د زده کړو دروازې تړلې دي.

یونسکو خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام به د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.