ښځې

سرچینې: ژولیا پارسي له نږدې درې میاشتو وروسته د طالبانو له بند خوشې شوه

سرچینې تاییدوي چې د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي او زوی یې د طالبانو له بند خوشي شول.

ژولیا پارسي او زوی یې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا د کابل له قلعهٔ فتح الله سیمې څخه نیول شوي وو. طالبانو د نوموړې د نيولو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې لږ تر لږه دوه نورې فعالانې – منیژه صدیقي او پریسا ازاده – لا هم د طالبانو په بند کې دي.