افغانستان

د پکتیا ځوانان طالبانو ته: «د کاري فرصتونو د برابروولو» په شعارونو مو مه دوکه کوئ

د پکتیا یو شمېر ځوانان له طالبانو غواړي چې د دې ولایت ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابروولو په شعار دې دوی نور نه دوکه کوي. پکتیا کې دا ځوانان وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو په دغه ولایت کې د وزګارو کسانو شمېر زیاتېږي.

پکتیا کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي په ۱۰۰ تشو دولتي بستونو کې د دغو ځوانانو د ګومارلو لپاره یې ازموینه په لار اچولې ده.

پکتيا ولايت کې څه باندې ۱۱۰۰ ځوانان په يوه سيالۍ کې د ګډون لپاره چمتووالی نيسي، چې په ۱۰۰ دولتي بستونو کې دندې واخلي. ټاکل شوې چې ۲۷ تنه يې ښځې وي.

خو دغه ځوانان د کاري زمینې له نشتوالي او په دا ډول پروګرامونو کې د شفافیت له نشتوالي اندېښمن دي.

د پکتیا پوهنتون رییس عبدالحکیم حمدي مني، چې د طالبانو په راتګ سره افغانستان د کارګرانو له کمښت سره مخ دی او دا ستونزه باید حل شي.

د کار نشتوالی یوه مهمه ننګونه ده، په ځانګړې توګه په هیواد کې د ځوانانو لپاره – هغه ننګونه ده، ډیری ځوانان یې کډوالۍ او د هېواد پرېښودو ته اړ ایستلي دي.