افغانستان

د سیمې په هېوادونو کې له افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کاناډا ۲۱ میلیون ډالري مرسته

File-photo

د کاناډا حکومت اعلان کړی چې دا ۲۱ میلیون کاناډايي ډالر د منځنۍ آسیا په هېوادونو او پاکستان کې له افغان کډوالو د ملاتړ په موخه په پام کې نیول شوي دي.

دا مرستې به د کډوالۍ د نړیوال سازمان له لارې له زیانمنونکو کډوالو سره د دوي د خوندیتوب، روغتیا او مېشت کولو اړتیاوو په برخو کې ولګول شي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او مېشتېدو وزارت ټینګار کړی چې دا پیسې به په تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان او پاکستان کې د درې کلنې سیمه ییزې پروژې د عملي کولو لپاره برابرې شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې دا پیسې به افغان کډوالو ته د خدماتو په وړاندې کولو او اړتیاوو د برابرولو په برخو کې د دولتونو او سازمانونو د وړتیاوو د لوړولو په موخه ولګول شي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان عمومي مدیر امي پوپ د کاناډا د دې اقدام ستاینه کړې او له زیانمنونکو افغانانو سره د بیړنۍ مرستې پر حیاتي اهمیت ټینګار کړی دی.

دغه سازمان همداراز له افغان کډوالو سره چې په اوږدمهاله کډوالۍ کې ژوند کوي یا د ملاتړ په لټه کې دي د مرستو او ملاتړ پر دوام هم ټینګار کړی دی.

پوپ ویلي: «د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره چې د افغانانو کوربه دي د کاناډا دولت له سخاوته ډک دا اقدام، زموږ ژمنه بیا تاییدوي چې هېڅوک یوازې نه پرېږدو.»

دا په داسې حال کې دي چې کاناډا د جمعې په ورځ کابو ۳۳۸ زیانمنونکي افغانان کاناډا ته ولېږدول.

کاناډا د طالبانو له‌خوا د افغانستان له سقوط وروسته، لسګونه زره افغانان چې له خطر سره مخ وو دغه هېواد ته لېږدولي دي.

کاناډا اعلان کړی، تراوسه یې ۴۳ زره او ۸۳۵ تنه افغانان دغه هېواد ته لېږدولي او د بیا مېشتېدو زرګونه غوښتنې هم د څېړلو په حال کې دي.