نړۍ

غزه کې د جګړې دوام: غزه کې د تلفات شمېر ۱۸ زره تنو ته ورسېد

د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې په دوام کې د غزې د جبلیه کمپ د شاوخوا سیمو په ګډون د غزې ځینې برخې د اسرائیلي پوځ له خوا په بریدونو سره په نښه شوې.

په داسې حال کې چې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ زرو ته رسېدلی، د جرمني لومړی وزیر وايي د ملکي وګړو لپاره باید بشري مرستې زیاتې شي. په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پرون په بروکسل کې سره راټول شول چې د اوکراین او غزې په اړه خبرې وکړي.

د غزې په شمال کې د جبلیه کمپ ته څېرمه؛ د اسرائیلي پوځیانو له برید وروسته په دې برخه کې بې ځایه شوي خواره واره دي.

په غزه کې د جګړې د بندولو له غوښتنو سره هم مهاله؛ اسراییل د غزې په سوېل کې د پرمختګ په حال کې دي او هر سهار د درنو بریدونه غږونه د غزې د اوسیدونکو له سترګو خوب تښتوي.

د خان یونس دغه روغتون له جګړې څخه د جسدونو او ټپیانو د ورتګ شاهد دی.

د یو ټپي شوي ماشوم پلار حسام شبیر وایي: «دقیقاً يو نيم ساعت مخکې په کور کې ويده وو او د کور شاوخوا سيمه په بمبارۍ کې په راکټونو ولګېده. په دې پېښه کې یو شمېر ټپیان شول او موږ دلته روغتون ته را ورسول. اوس یې حالت ښه دی.»

په همدې حال کې د جرمني لومړي وزیر له خپل هالنډي سیال سره په یوه خبري ناسته کې غزې ته د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د جرمني لومړی وزیر وایي: «په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو درد او کړاو موږ خپه کوي. ملکي وګړو ته باید بشري مرستې ښه شي. موږ باور لرو چې په منځنۍ موده کې، د دوو دولتونو حل لاره د اسراییلو او فلسطینیانو لپاره په سوله کې د ژوند کولو یوازنۍ لاره ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا یو دولس کسیز پلاوي نن دوشنبه د غزې او مصر ترمنځ د رفح سرحدي سیمې څخه د لیدنې پرمهال په غزه کې د جګړې په پای ته رسولو ټینګار وکړ.

په تېرو دوو میاشتو کې د غزې د جګړې تلفات ۱۸ زره تنو ته رسېدلي چې ډېری یې ماشومان دي.
ویل کسږي په دې جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ زره تنه نور ټپیان شوي دي.