افغانستان

د دوحې فورم په دویمه ورځ د افغانستان په اړه بحث ونه شو

پرون د دوحې د فورم دویمه او وروستۍ ورځ وه. خو د دې غونډې د دویمې ورځې په اجنډا کې د افغانستان په اړه هېڅ بحث ونه شو.

د دوحې د غونډې د اجنډا پر بنسټ؛ یوازې د دې فورم په لومړۍ ورځ د افغانستان د مسئلې په اړه بحث وشو؛ هغه څه چې د نړۍ په غونډو کې یې د افغانستان د څنډې ته کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

په قطر کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو له خوا اداره کېږي پر اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د دغه سفارت لپاره د طالبانو سرپرست ګډون کړی و.

له دې ټولو سره سره د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې په دې غونډه کې د افغان ښځو د رښتینیو استازو ځای خالي وو.

د دوحې د غونډې یوویشتم پړاو ترسره شو.
خو پوښتنه دا ده چې افغانستان د دې مهمې نړیوالې غونډې د اجنډا په کوم ځای کې دی؟

د دې غونډې په اجنډا کې د افغانستان په اړه یوازې په لومړۍ ورځ بحث وشو. هغه بحث چې د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړو په اړه ترسره شو. دا بحث د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري، د پوهنې وزارت پخوانۍ سرپرستې رنګینه حمیدي او یو شمېر نورو شخصیتونو په شتون کې ترسره شو.

رینا امیري تېره شپه ناوخته په دې غونډه کې ګډون درلود. نوموړې پر اېکس لیکلي چې افغان میرمنې «له جګړې او بېوزلۍ څخه د پاک او ټول ګډونه افغانستان» لپاره د دفاع په لومړۍ کرښه کې دي.

رینا امیري په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې ویلي: «د بشري حقونو په نړیواله ورځ، خوشاله یم چې د دوحې غونډه کې د ښځینه مشرانو او کارپوهانو ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه د اخلاقي او ستراتیژیک ملاتړ د اړتیا په اړه چې له جګړې او بې وزلۍ څخه د پاک ټول ګډونه افغانستان د دفاع په سر کې دي، خبرې کوم.»

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، چې په دې غونډه کې د معترضو ښځو او د افغان ښځو د رښتینیو استازو ځای خالي وو. د دوی په وینا د ښځو پر وړاندېننګونې له دې خبرو څخه ډېرې دي، چې وړاندې شوې.

صنم کبیري– د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ غړې وایي: «افغان ښځې چې د افغانستان د خلکو رښتینې استازې دي، رابلل شوې نه وې، خو هغو کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه چې تل یې د خپلو ګټو او د طالبانو لپاره په ښکاره توګه لابي کوي.»

ماریا نوري- د ښځو د حقونو فعاله وایي: «دا غونډې به د افغانستان لپاره هغه وخت پایلې ولري چې کوربه هېوادونه او د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه د غونډې د ترسره کولو او خبرپاڼو پر ځای پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو حقونه تأمین کړي.»

پرون دوشنبه د دوحې د غونډې دویمه او وروستۍ ورځ وه، د غونډې د دویمې ورځې اجنډا د افغانستان په اړه څه نه لرل. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ افغانستان د «اقتصادي او بشري حقونو د بحران په لمنو» کې سقوط کړی دی.

غلام فاروق علیم – د پوهنتون استاد وایي: « په نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې د افغانستان د مسئلې په اړه لږ بحث کېږي، په داسې حال کې چې نن افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل شوی او هره ورځ له افغانستانه سیمې ته جدي خطرونه شتون لري.»

له دې ټولو سره سره، په دوحه کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو له خوا اداره کیږي، لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د دغه سفارت مشر محمد نعیم هم ګډون کړی و. په دوحه کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي چې د دغې غونډې اساسي اجنډا د فلسطین مسئله وه.

په قطر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «د ویلو ده چې د کنفرانس اصلي مسئله د فلسطین په اړه وه او ټولو وویل چې ژر تر ژره باید اوربند وشي او د ستونزو یوازنۍ حل لاره خبرې اترې دي او بس.»

د دوحې غیر حکومتي غونډه هر کال د نړۍ د مهمو موضوعاتو په تړاو جوړېږي، چې یووېشتم پړاو یې تېره یکشنبه پیل او پرون دوشنبه له غرمې مخکې پای ته ورسېد.