سوداګري

د هېواد بازارونو کې د ممیزو د بیو له کموالي د زابل د کروندګرو شکایت

د زابل یو شمېر اوسېدونکي د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې د دوی کرنیز محصولات په ارزانه بیه پلورل کېږي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې اوس په دغه ولايت کې د مميزو موسم دى، خو يوازنى بازار يې چې پاکستان و، د مميزو د صادراتو پر مخ تړلى دى.

د زابل اوسېدونکي هر کال د ممیزو په خونو کې انګور وچوي. اوس په دغه ولايت کې د مميزو موسم دى، خو اوسېدونکي يې د بازار له نشتوالي شکايت کوي. وايي، د دوی د محصولاتو یوازنی بازار او ترانزیتي لاره چې پاکستان وه، تړل شوې ده.

د زابل ډېری اوسېدونکي په کرنه بوخت دي او له دې لارې عاید ترلاسه کوي.

که څه هم د دې ولايت اوسېدونکي د خپلو کرنيزو او باغدارۍ محصولاتو د پلور لپاره د بازار په نشتوالي او ارزانو بیو نيوکه کوي، خو د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په زابل کې د تېر کال په پرتله د دغو کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه شوي دي.

دا مهال د زابل په بازارونو کې یو کیلو لوړ کیفیت لرونکي ممیز له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي.