نړۍ

اسرائیل: زموږ پوځیانو د غزې سویل کې د خان یونس سیمې مرکز ته پرمختګ کړی

د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې په سویل کې پرمختګ ته دوام ورکړی او نن د پنجشنبې په سهار په دغه ښار کې چاودنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرایلو له برید وروسته په سلګونو زره فلسطینیان د غزې له شمال څخه سویل ته وتښتیدل. اوس دا بې ځایه شوي خلک د سرپناه موندلو لپاره مبارزه کوي.

د اسرایلو جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ د غزې د تړانګې پر ځینو برخو بمباري وکړه. د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د دوی پوځیانو د غزې په جنوب کې د «خان یونس» مرکز ته پرمختګ کړی دی.

پ همدې حال کې حماس ویلي چې په غزه کې د دې ډلې د جنګیالیو او اسراییلي سرتیرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.