سوداګري

د تورخم لاره د سوداګریزو توکو او تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

طالبان وايي، د پاکستان له لوري د تورخم لاره یو ځل بیا د تګ راتګ او افغان بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس په تورخم کې د طالبانو د کمېسارۍ له خولې خبر ورکړى چې دغه لاره تيره شپه له هغه وروسته وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د یوې لوحې د لګولو په پلمه د افغانستان په خاوره کې يوه بله دروازه جوړه کړي. خو دوی له دې کاره منع کړل.

دغه طالب چارواکي ویلي چې دوی په دې برخه کې له پاکستاني لوري سره خبرو ته چمتو دي چې «یوه حل لاره ورته ومومي».

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د تورخم دروازه د وږي په میاشت کې د لسو ورځو لپاره تړل شوې وه.