افغانستان

په یوه ورځ له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۳ زره افغان کډوال راستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د تېره ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د هرات د اسلام کلا بندر له لارې دوه زره او ۱۲۳ تنه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.

همداراز دغه وزارت زیاته کړې، له پاکستانه هم په یوه ورځ له زرو زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د شمېرو له مخې، (د لیندۍ په ۱۳مه) د تورخم او سپین بولدک له لارو يو زرو۳۷۴ تنه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د کندهار په سپين بولدک کې د طالب مسوولینو په وینا ۱۶۷ کورنۍ په جبري توګه ایستل شوې دي.

د تورخم د سرحدي آمر په خبره چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د

اخوا، په تورخم کې د طالبانو سرحدي آمر د شمېرو له مخې، د سه شنبې په ورځ ۸۳ کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه ایستل شوي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې، وړمه ورځ (د لیندۍ پر ۱۲) یو زر او ۸۶۰ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام‌کلا پولې له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

 د دغه وزارت په وینا، دا کسان په خپله او یا هم په جبري توګه له دې هېواده افغانستان ته راستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره څه د پاسه یوه اونۍ کې هره ورځ لږترلږه دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي.

همداراز، د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې وړمه ورځ (د لیندۍ پر ۱۲) دوه زره او ۷۷۱ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له دې سره له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو ټولیز شمېر ۴۰۷ زره او ۶۰۸ تنو ته رسېږي.

دا کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.