ښځې

د ښځو حقونو «بې‌نومه» فعالانې د طالبانو په زندانونو کې

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو تر څنګ یو شمېر نورې فعالانې هم د طالبانو په زندانونو کې دي، چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.

د دغې ادارې د نوي راپور پر بنسټ، طالبانو د اعتراض کوونکو ښځو تر څنګ يو ​​شمېر ښځې چې پټ ښوونځي لري، په نښه کړې دي.

د بشري حقونو د څار اداره ټینګار کوي چې د طالبانو له‌خوا نیول شوې ښځې په ناوړه شرایطو کې ساتل او کله ناکله شکنجه کېږي.

په ورته مهال، د بخښنې نړیوال سازمان پر طالبانو د حساب ورکولو او له ښځو سره د نړۍ د مستقیم تعامل لپاره د نړیوال فشار پر اړتیا ټینګار کړی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له میاشتو راهیسې د طالبانو په زندانونو کې دي.

بې برخلیکه او په اړه یې هيڅ معلومات بهر نه ورکول کېږي. ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي، پریسا زاده.

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، نه يوازې دا څلور د ښځو د حقونو فعالانې، بلکې نورې فعالانې هم د طالبانو په زندانونو کې دي، چې نومونه يې نه دي په ډاګه شوي.

دغه بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي، چې طالبانو د ښځو د حقونو د فعالانو تر څنګ نورې ښځې هم په نښه کړې، هغه کسان چې پټ ښوونیز مرکزونه اداره کوي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مسووله هیډر بار وایي: «دا حقیقت مو هم روښانه کړی چې یو شمیر نورې ښځې هم نیول شوې دي، چې نومونه یې په عامه توګه نه دي په وړاندې شوي ځکه چې د دوی کورنیو ته ګواښ شوی چې د دوی نیول افشا نه کړي.»

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په راپور کې راغلي چې کورنۍ د خپلو خپلوانو د خلاصون لپاره، نیول کېدل پټوي او د چوپتیا لاره غوره کوي .

د دغه راپور پر بنسټ، یو شمېر ښځې د خپلو کورنیو له غړو، ان له خپلو ماشومانو سره نیول شوې او په ناوړه شرایطو کې ساتل کېږي.

په داسې شرایطو کې چې د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، دوی کله ناکله د شکنجې سره هم مخ کېږي.

د نن ورځې لاريون؛ که څه هم نیولو او ځپلو اعتراض کوونکې ښځې له کوڅو څخه پناه ځايونو ته اړولې دي، خو د طالبانو د سياستونو پر وړاندې د اعتراض غږ لا هم شته.

یوه اعتراض کوونکې وایي: «د طالبانو ډلې واکمنۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته کړې ده. افغانستان د ښځو لپاره په لوی زندان بدل شوی دی. ښځې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي. دوی د زده کړو حق نه لري، د کار حق نه لري، او د انفرادي ازادیو حق نه لري.»

د بخښنې نړیوال سازمان چې د ښځو د حقونو لپاره یې کمپاین پیل کړی، وايي چې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوال فشار ته اړتیا ده.

دا سازمان همدا راز پر هېوادونو له ښځو سره د مستقیم تماس او د جنسیتي تبعیض د معمولي تازه امر په نه منلو ټینګار کوي.

د ښځو د حقونو فعاله کریمه اعظم وايي: «موږ د طالبانو له افراطي فکرونو سره جنګېږو. موږ داسې حکومت نه غواړو. دوه کاله کېږي چې کور په کوې بي ځایه شوي یوو، د حق غوښتلو، ازاديو او عدالت لپاره.»

طالبانو د ښځینه فعالانو د نیولو او شکنجه کولو په اړه د بشري حقونو د څار ادارې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې یوناما هم د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره کړي. خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.