سوداګري

سرپل کې د تېلو د اتو څاه‌ګانو د کار پیل

طالبان د هېواد شمال سرپل ولایت کې د آمو سیند د تېلو حوزې د اتو څاه‌ګانو د کار د پیل خبر ورکوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په همدې مناسبت سرپل ولایت کې وویل، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ۱۰ نوي څاه‌ګان د تېلو د ایستلو لپاره  چمتو شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پروژه کې به ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي کار وکړی.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر په دې مراسمو کې د تېلو ایستل د هېواد په ځان‌بسیاینه کې یو مثبت ګام وباله او د سرپل اوسېدونکو ته یې د لا زیاتو ټولنیزو خدماتو پر برابرولو ټینګار وکړ.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د اتو نورو څاه‌ګانو په فعالېدو سره له دې برخې د تېلو ایستل هره ورځ ۸۰۰ متر مکعبه زیاتوالی مومي.

سرپل او فاریاب ولایتونو کې د قشقري، بازار او زمردسازي په نومونو درې کانونه ثبت شوي دي. د طالبانو په وینا، د تېلو د دغې حوزې د زېرمو ارزښت نږدې ۸۷ میلیون بُشکې اټکل شوی دی.

طالبانو ویلي، چې د سرپل له قشقري سیمې د تېلو له ایستلو عاید هره ورځ ۶۰۰ ډالرو ته رسېږي.