افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د یو زر او ۴۹۳ افغان کډوالو ایستل

د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ورکړ شویو شمېرو له مخې، تېره ورځ د (لیندۍ شپږمه) یو زر او ۴۹۳ افغان کډوال له دې هېواده وایستل شول.

دا په داسې حال کې دي چې له هغې مخکې ورځ د (لیندۍ پنځمه) هم همدومره شمېر کډوال له پاکستانه ایستل شوي وو.

د تېرو دوو ورځو شمېرې، له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو په ستنېدو کې د پام وړ کمښت ښودنه کوي. له دې مخکې، په یوه ورځ کې د ایستل شویو کډوالو منځنۍ شمېر له دوه زره او ۵۰۰ تر درې زره تنو ته رسېده.

دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې په تېرو ۲۷ ورځو کې، ټول ۲۵۶ زره او ۲۶۸ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو شمېرې ښيي چې د سپتمبر له نیمایي راهیسې، لږترلږه ۴۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.