افغانستان

د سره صلیب کمیټه: د افغانستان له نیمایي زیات وګړي له اقتصادي ناورین سره مخ دي

Women waiting in a queue for aid in Jawzjan, Afghanistan. File photo.

د سره صليب نړيوالې کمیټې راپور ورکړى، چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین پراخ شوى او د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له دغه ناورین سره مخ دي.

د دغه راپور پر بنسټ، ښځې او نجونې به د دغه کړکېچ له ناوړه اغېزو څخه د نورو په پرتله ډېر زیان وویني.

دغه فدراسیون په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالی، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کموالی او پر نړیوالو مرستو د افغانستان د روغتیايي سیستم زیات انحصار په افغانستان کې له دریو مهمو ننګونو څخه بولي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.

د سره صليب نړيوال فدراسيون په خپل ۲۷ مخيز راپور کې په افغانستان کې د طبيعي پېښو لکه زلزلې، سېلابونو، وچکالۍ او د ځمکې ښويېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د ښځو پر کار او طبیعي پېښو د طالبانو محدودیتونو په بېلابېلو ولایتونو کې بشري اړتیاوې زیاتې کړي او ډېری ښځې او نجونې له دغو دوو لاملونو زیانمنېږي.

د ښځو د کار په وړاندې د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړې توګه د مرستو رسولو په برخه کې، په افغانستان کې بشري وضعیت لا کړکیچن کړی دی.

په دغه راپور کې افغانستان د هغو پنځلسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو ډېر ځپل شوی دی.

د سره صليب د نړيوال فدراسيون د راپور د موندنو پر بنسټ، افغانستان به د سخت ژمي شاهد وي او د هوا کچه به منفي ۳۳ درجو ته ورسېږي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې یوه تر ټولو بده وچکالي پیل شوې او د پرله پسې دریم کال لپاره دوام لري.

راپور زیاتوي، چې د افغانستان کړکېچن اقتصادي ناورین له دوو کلونو راهیسې دوام لري او په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین پراخ شوی دی.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه ده او دغه ستونزه د کورنیو د پورونو د کچې د لوړېدو لامل شوې ده.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان اقتصادي ناورین پراخه دی او تر نیمايي زیاتې کورنۍ اقتصادي ټکانونه تجربه کوي. د بې کارۍ لوړه کچه او د مهمو توکو د بیو لوړېدل د دې لامل دی چې د کورنیو اوسط پور لوړ شي او د خلکو سره د مقابلې تګلارې له ننګونو سره مخ شي.»

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت د محدودې بودیجې له امله روغتیايي خدمتونو ته د کلیوالو لاسرسی له ستونزو سره مخ شوی دی.

د دې راپور له مخې، د بې وزلۍ زیاتوالی روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي په وړاندې نور خنډونه رامینځته کوي او خلک یې د ګواښونو لکه د ناروغیو خپریدو سره ډیر زیانمن کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.