سوداګري

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام له‌خوا له سوداګرو مېرمنو سره مستقیمه مرسته

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي، چې په کندهار کې به له سوداګرو مېرمنو سره مستقیمه مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په کندهار کې له ښځینه متشبثینو سره د دوی د مرستو موخه د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو وده او پرمختګ ښودلی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ازکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ډیجیټل نغدو لیږد په کندهار کې د ښځو د اقتصادي ظرفیتونو د خلاصولو کیلي ده ده.

له بلې خوا، د بي بي خدیجې ملي او نړیوال نندارتون د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې چې اوه ورځې يې دوام وکړ، ښځينه سوداګرو خپل لاسي صنايع او توليدات په اته سوه غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر وايي، ښځینه متشبثینې لا زیاتو فرصتونو او بازارموندنې ته اړتیا لري او افغان ښځې د ستر اقتصاد ظرفیت او وړتیا لري.

د یوه بل راپور له مخې، د افغانستان او تاجکستان په ګډ بازار کې د هېواد تولیدات نندارې ته وړاندې شول.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر وروسته د دغه مارکېټ فعالیت یو ځل بیا د بدخشان په اشکاشم کې پیل شو او ځايي سوداګر بېلابېل توکي د پلور لپاره دغه بازار ته راوړي.

د افغانستان او تاجکستان په ګډ بازار کې بهرنیان هم شتون لري او د محلي تولیداتو مینه وال دي.