ورزش

په امریکا کې د افغان لامبو وهونکي له‌خوا د برونزو مډال ګټل

د افغان کډوال عباس کریمي چې اوسمهال په امریکا کې مېشت دی، د یکشنبې په ورځ یې د امریکا د پاراپن «آزدې لامبو» سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

کریمي چې په دغو لوبو کې یې د امریکا په استازیتوب ګډون کړی و، په سنتیاګو کې د لامبو په ۵۰ متره آزادو سیالیو کې د برونزو مډال خپل کړ.

کریمي پر اینستاګرام ټولنیزه پاڼه د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي: «الحمدلله، د ۵۰ مترو لامبو په آزادو سیالیو کې د مډال ترلاسه کول.»

ټاکل شوې کریمي د دوشنبې په ورځ د پروانه په نوم ۵۰ متره لامبو او د سه‌شنبې په ورځ د سل متره لامبو په آزادو سیالیو کې ګډون وکړي.

کریمي چې په اصل کې افغان دی؛ له دې مخکې د کډوالو د لوبډلې غړی و او په ۲۰۱۷ کال کې یې د مکسیکو سیټي، په ۲۰۱۹ کال کې یې د لندن او همداراز په ۲۰۲۰ کال کې د توکیو په نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی.

نوموړي د امریکا لپاره لومړی ځل په ۲۰۲۲ کال کې د پرتګال په «مادیرا» کې د امریکا لپاره لوبې ترسره کړې.