ورزش

افغان فوټبال ملي لوبډله په مقدماتي پړاو کې، د سه‌شنبې په ورځ له کویټ سره لوبه کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام او ۲۰۲۷ کال آسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو په دویم پړاو کې د سه‌شنبې په ورځ له کویټ سره لوبه کوي.

د هېواد ملي لوبغاړي وايي، چې په سعودي عربستان کې يې د دې لوبې لپاره روزنيز تمریونه پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د دغو سیالیو وروستۍ لوبه قطر ته وبایلله.

افغان فوټبال ملي لوبډله له کوېټ سره د لوبې لپاره د تمریناتو د دوام په موخه سعودي عربستان ته ولاړه.

افغانستان د شنبې په شپه د سعودي عربستان په دمام ښار کې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه وکړه.

ټاکل شوې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال أسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو دویم پړاو کې د کویټ د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

افغانستان د دغو سیالیو لومړۍ په لوبه کې له قطر څخه ۸ د یو په مقابل کې ماتې وخوړه.