افغانستان

جرمني په دغه هېواد کې د طالبانو د استازي حضور غندلی

جرمني د دغه هېواد په کولن ښار کې د طالبانو د یوه استازي عبدالباري عمر حضور په کلکه غندلی دی. د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې جرمني طالبان په رسمیت نه پېژني او دغه طالب استازي ته یې وېزه نه ده صادره کړې.

دغه وزارت همداراز ټینګار کړی چې په دې برخه کې به د جرمني د نورو کورنیو بنسټونو په همکارۍ پلټنې وکړي. په دې اعلامیه کې راغلي: «د معلوماتو له مخې زموږ د وېزو دفترونو له خوا هېڅ داسې وېزه نه ده صادره شوې. موږ له کورنیو چارواکو او شریکانو سره په نږدې همکارۍ د لازیاتو څېړنو په حال کې یو.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د عمر د سفر په هکله دوی ته خبر نه دی ورکړ شوی. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو؛ ترهغه چې طالبان په افغانستان کې په ښکاره بشري حقونه په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي، له طالبانو رژیم سره به د اړیکو هېڅ ډول عادي کول موجود نه وي.»

دا په داسې حال کې دي چې د عبدالباري عمر ترڅنګ د هالنډ د روغتیا، رفاه او ورزش د وزیر عکس هم په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي چې د خواله رسنیو د کاروونکو غبرګونونه یې راپارولي دي.

عبدالباري عمر همداراز د جرمني په کولن ښار کې د افغان کډوالو په ناسته کې وینا کړې ده.