د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د چین مشر شي جینپینګ د چهارشنبې په ورځ هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړیکې له سره پیل کړي او د فنتانیل تولیداتو محدودولو لپاره کار وکړي.
بایډن ویلي چې دا دوه ټکي په تېر یوه کال کې د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د لومړنۍ لیدنې مهمې هوکړې دي.
بایډن او شي د چهارشنبې په ورځ د څلور ساعتونو لپاره د سنفرانسیسکو په یوه څنډه کې سره ولیدل. د دواړو هېوادونو مشرانو د جنجالي مسایلو په اړه چې د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې، خبرېاترې وکړې او هوکړه یې وکړه چې نږدې اړیکو ته ژمن شي.
بایډن او شي همداراز هوکړه کړې چې چین د فنتانیل افیوني مادې د تولید اړوند توکو صادرات چې امریکا کې د نشهيي توکو د بې حده زیاتو کارولو اصل لامل دی، ودروي.
بایډن د دې موضوع په تړاو د شي له «ژمنې» په هرکلي وویل: «دا ژوندونه ژغوري.»
هغه همداراز وویل: «موږ د پوځي او مستقیمو اړیکو د بیا پيل په حال کې یو. لکه څنګه چې ډېری تاسو پوهېږئ، دا وڅارئ. دا اړیکې پرې او ډېرې خرابې شوې وې.»َ
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «موږ نیت لرو چې خپل کارپوهان سره راغونډ کړو؛ ترڅو د مصنوعي ځیرکتیا د ګواښ او خوندیتوب مسایلو اړوند خبرېاترې وشي.»
د دوو هېوادونو دولتونو ویلي؛ بایډن او شي هوکړه کړې، چین هغه پوځي اړیکې چې د ۲۰۲۲ په اګسټ کې تایوان ته د امریکا د استازو مجلس د مخکینۍ رییسې نانسي پلوسي له سفر وروسته پرې کړې وې له سره پیل کړي.