د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ غړې پریسا ازاده کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شوه.
د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ رییسه شمایل ناصري د دې خبر په تایید وايي چې اغلې ازاده د سهشنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شوه، خو د طالبانو استخباراتو نن (پنجشنبه) سهار د هغې کورنۍ ته خبر ورکړی او د ساتلو د ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یو شمېر اعتراضکوونکو ښځو په وینا، اغلې ازادې له دوو کلونو راهیسې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې عدالت غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اعتراضکوونکې ژولیا پارسي له خپل زوی سره، بله اعتراض کوونکې ندا پرواني له خپل څلور کلن ماشوم او خاوند سره، د ښځو حقونو فعاله منیژه صدیقي او د پوهنتون استاد رسول پارسي د طالبانو په بند کې دي.