افغانستان

کابل کې په تېرو شپږو میاشتو کې د قتل، غلا او نورو جرمونو ۲۳۰۰ دوسیې

کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبري ناسته کې ویلي چې پلازمېنه کې په شپږو میاشتو کې تر دوه زره او ۳۰۰ زیاتې جنايي دوسیې ثبت شوې دي. د دې قوماندانۍ ویاند وايي چې ډېری دا دوسیې د قتل، غلا، د وسلو د قاچاق او د الکولي څښاکونو د کارولو وې چې په دې تړاو ۲۲۰۰ تنه نیول شوي دي.

کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ، د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال لومړیو شپږو میاشتو د جنایتونو اندازه وړاندې کړه. د دې قوماندانۍ وياند وايي، چې په دې موده کې د جنايي جرمونو په برخو کې څه باندې ٢٣٠٠ جنايي قضيې ثبت شوې او د ټولو قضيو په تړاو يې ٢٢٠٠ کسان نيولي دي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د جنايي جرمونو د زیاتوالي لامل بېوزلي او وزګاري ده.

طالبان په داسې حال کې د کابل د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره کوي، چې تېره یوه میاشت کې کابل ښار کې دوې چاودنې شوې؛ یوه پر ورزشي کلب او بله د ملکيانو پر لېږدوونکي کاسټر ډوله موټر.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې دوی په ټول افغانستان کې د یو کال په اوږدو کې شاوخوا ۷ زره جنایي پېښې ثبت کړي چې په تړاو یې تر ۱۱ زرو ډېر کسان نیول شوي دي.