سوداګري

د شبرغان ـ دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژې د بشپړولو تړون لاسلیکېدل

د شبرغان ـ دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې د بشپړولو او د الوان دښتې د سب ستېشن (برېښنا د فرعي دستګاه) د پراختیا تړون نن چهارشنبې د طالبانو تر ادارې لاندې برېښنا شرکت او «افغان انوسټ» خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

په جوزجان ولایت کې له شبرغان بیا تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژه د برېښنا د لېږد څو پروژو یوه برخه وه چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په دسمبر میاشت کې پيل شوه او ټاکل شوې وه د سږ کال په دسمبر میاشت کې بشپړه شي. دغې پروژې اووه پړاوونه لرل.

د طالبانو په وینا، ددغه تړون ټول ارزښت ۳۶ میلیون ډالره دی.

در این بیانیه آمده است که شرکت خصوصی افغان انوست پروژه لین برق ۵۰۰ کیلوولت بین شبرغان و دشت الوان را به طول بیش از ۳۰۵ کیلومتر طی دو سال آینده تکمیل خواهد کرد.

د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي.

عبدالغني برادر ویلي چې له دې پروژې د افغانستان صنعت پر ښه کېدو سربېره به برېښنا شرکت میلیونونه افغانۍ تر ګټه پورته کړي.

په دغه بیانیه کې راغلي چې افغان انوست خصوصي شرکت به د شبرغان او دشت الوان ترمنځ په ۳،۵ کیلومتره اوږدوالي سره د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژه په دوو کلونو کې بشپړه کړي.

د طالبانو په وینا، ددغې پروژې لږترلږه ۷۶ سلنه کار ترسره شوی او افغان انوست قراردادي شرکت به پاتې ۲۳ سلنه کار بشپړ کړي.