سوداګري

کابل ښاریان: د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړېدو د خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی

A shopkeeper in Balkh province, north of Afghanistan. FILE PHOTO

یو شمېر کابل ښاریان وايي سره له دې چې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت په تېرو دوو کلونو کې له ۹۰ څخه ٧٠ افغانیو ته ټیټ شوی؛ خو د کابل په بازارونو کې خوراکي توکو په بيو کې بدلون نه دى راغلى.

دوی وايي، تمه یې لرله چې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړېدو سره، د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ کموالی راشي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې، نن سه شنبې یو ډالر په اویا افغانۍ او ۵۶ پوله بدلېده.

د کارپوهانو په وینا، دا چې لومړني توکي د سوداګرو له خوا په ډالرو پېرل کېږي، په بازار کې د خوراکي توکو بیه هم هغې پربنسټ ټاکل کېږي.

خو کابل ښاریان وايي، د ډالرو ارزښت دغه کمښت د توکو پر بیو کوم اغېز نه دی کړی. په اوسني وخت کې یوه ۴۹ کیلويي بورۍ اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ او یو بورۍ وریجې په ۲۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل یو اوسېدونکی احمدزی وايي: «ډالر چې پورته او ښکته شي زموږ لپاره ګټه نه لري. زموږ لپاره دې د اوړو، وریجو او غوړو نرخونه ټيټ شي ځکه چې خلک بې وزله دي.»

د کابل بل اوسېدونکی خالد وايي: «موږ په افغانیو معاش اخلو او په افغانیو اوړه، وریجې او نور خوراکي توکي اخلو. هېڅ شی نه دي ارزانه شوي.»

یو شمېر صرافان وايي افغانیو ته د تقاضا زیاتوالي ددغو پیسو ارزښت د نورو اسعارو په وړاندې لوړ کړی دی.

یو صراف نجیب الله وايي: «په تېره یوه اونۍ کې یو امریکايي ډالر په ۷۲ افغانۍ تبادله کېده؛ خو ناڅاپه ۶۷ افغانۍ او ۶۶ افغانۍ او ۵۰ پوله ته ورسېد. د افغانیو ارزښت د لوړېدو لامل یو په مارکېټ کې د نغدو پيسو کمښت او دوهم په سیمه کې د بهرنیو اسعارو بې اعتباره کېدل دي.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د نغدو پیسو کمښت، د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو بنسټیز لامل دی؛ خو د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک وايي، د دغه بانک په زېرمو په کافي اندازه افغانۍ شته.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: «هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک کافي پیسې لري؛ ترڅو د پيسو ارزښت ته په پام سره هغه بازار ته وړاندې کړي. د دې ترڅنګ دا بانک پر بازار منظمه څارنه ترسره کوي.»

په سپتمبر میاشت کې، بلومبرګ راپور ورکړ چې افغانۍ د نړۍ د ګړندۍ وده کونکو اسعارو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري، او دا د افغانستان په څیر هیواد لپاره چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د بشري حقونو ترټولو ناوړه ریکارډ لري. غیر عادي خبره ده.