افغانستان

له پاکستانه د افغانانو د ایستلو د دوام په وړاندې د خلکو غبرګون

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغو کډوالو شړل هغه هم په ساړه موسم کې، افغانستان له سخت اقتصادي حالت سره مخ کړی دی.

له پاکستان څخه د راستنېدونکو ښځو او نجونو لپاره د سرپناه، کار او زده کړې نشتوالی هغه مسایل دي چې افغانستان ته د دغو نویو راستنو شویو وګړو لپاره له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

څلوېښت کلن محمد صالح د شبرغان ښار په یوه کونج کې له سهاره تر ماښامه بوټونه ګنډي، د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د ورځې شاوخوا سل افغانۍ ګټي.

نوموړی زیاتوي: «په داسې شرایطو کې چې په سختۍ او ستونزو سره د خپلې کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوم، له پاکستانه د زرګونو کډوالو ایستل به د هېواد پر اقتصادي وضعيت منفي اغېز وکړي.»

ځینې ​هم له دغو راستنو شویو سره د مرستو خبره کوي.

د جوزجان اوسېدونکی محمد نبي وايي: «اړتیا ده چې له راستنو شویو کسانو سره مرسته وشي، دا وګړي باید راشي په خپل هېواد کې خدمت وکړي او زیار وباسي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «کله چې په پردي وطن کې وي، بې کوره او کډوال وي، خپل وطن ته دې راشي همدلته دې خدمت وکړي خپل هېواد دې آباد کړي، دومره موده یې چې په پاکستان کې تېره کړې د مجبوریت له مخې وو.»

ملګرو ملتونو ویلي دي، چې د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې له پاکستانه ۲۸۷ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې یوازې ۸ زره یې ایستل شوي او پاتې نور افغانستان ته ستانه شوي دي.