په وروستیو ورځو کې له ایران څخه هرات ولایت ته واردېدونکې برېښنا په بېمخینې ډول کمه شوې، چې د خلکو ورځنی ژوند یې له جدي خنډونو سره مخ کړی دی..د هرات یو شمېر اوسېدونکي آمو ته وایي، د دوبي د سختې ګرمۍ په دې موسم کې د برېښنا نشتوالی د کورنیو، په ځانګړې توګه ماشومانو او مشرانو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.
دوی زیاتوي، دا مهال د هرات په ډېرو سیمو کې برېښنا یوازې درې یا څلور ساعته په شپهورځ کې ورکول کېږي، چې ډېری وختونه د شپې له خوا وي، خو هغه مهال چې خلک بیده وي. دا وضعیت د ښار د اوسېدونکو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولي دي.
عبدالرحیم، د هرات ښار د څلورمې ناحیې یو اوسېدونکی، وایي: «درې ورځې کېږي چې هېڅ برېښنا نه لرو. هوا ډېر ګرمه ده، ماشومان مې ناروغه شوي. په داسې شرایطو کې نه کولای شو یو پنکه وچلو او نه یخچال.»
خدیجه، چې د ښار یوه بله اوسېدونکې ده، هم د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي. هغې وویل: «برېښنا یوازې د شپې هغه وخت راځي چې ټول خلک بیده وي، دوه یا درې ساعته، نور خو ورځ او شپه هېڅ برېښنا نه لرو.»
د برشنا شرکت سیمهییز چارواکي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، وایي د برېښنا د کمښت اصلي لامل د ایران له خوا د برېښنا صادراتو کموالی دی. د دوی په وینا، ایران د دوبي د موسم د لوړې داخلي اړتیا له امله، نهشي کولای افغانستان ته پوره برېښنا صادره کړي.
هرات د خپلې اړتیا لویه برخه برېښنا له ایران او ترکمنستان څخه واردوي. اوس چې له ایران څخه وارداتي برېښنا کمه شوې، د برېښنا د وېش پر سیستم فشار زیات شوی او د خلکو اړتیاوې نه پوره کېږي.
د هرات اوسېدونکي له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته وضاحت ورکړي او عاجل حللارې ورته ولټوي. دوی خبرداری ورکوي، که دا وضعیت دوام ومومي، د خلکو روغتیایي او اقتصادي حالت به نور هم خراب شي.
