نړۍ

په مدیترانې سمندر کې د پنځو امریکايي پوځیانو وژل کېدل

په مدیترانې سمندر کې د امریکايي ځواکونو د چورلکې د غورځېدو په پایله کې پنځه امریکايي پوځیان ووژل شول.

امریکايي چارواکو د یکشنبې به ورځ تایید کړه چې دا ځانګړي ځواکونه د جمعې په ورځ د یوه روزنیز مرکز پرمهال ووژل شول. د امریکا اروپايي قوماندانۍ ویلي چې د پلټنې او ژغورنې عملیات سملاسي پیل شول او د چورلکې د غورځېدو د لامل په هکله څېړنې روانې دي.

د دوو امریکایي چارواکو په وینا چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي؛ ددې چورلکې د سقوط قربانیان د امریکا پوځ د ځانګړو عملیاتو سرتېري وو.

امریکا پر اسراییلي ښارګوټو د اکتوبر په اوومه د حماس ډلې له بریدونو وروسته دوې الوتکې لېږدوونکې بېړۍ «فورډ او آیزنهاور» له ملاتړ کښتیو او لسګونه الوتکو سره د مدیترانې په ختیځ کې ځای پرځای کړې؛ ترڅو د نښتو پراختیا د مخنیوي په توګه عمل وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد دفاع وزیر لویډ استین د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې په مدیترانې سمندر کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره همدردي څرګنده کړه.