سوداګري

په جوزجان کې د ښځو په لاس جوړو شویو غالیو د پلور بازار ځوړتیا

د جوزجان ولایت یو شمېر ښځینه غالۍ اوبدونکې د دوی له‌خوا جوړو شویو غالیو د پلور بازار د کمښت په اړه اندېښنه لري او وايي که ترې ملاتړ ونه شي، د کورنۍ لپاره خواړه برابر کړي.

دغه مېرمنې ټینګار کوي، په هېواد کې د بې وزلۍ او ستونزو په زیاتېدو د هغو کسانو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی چې د دوی غالۍ یې پېرلې.

د غالۍ اوبدلو صنعت د هېواد په شمال په تېره بیا جوزجان ولایت کې لاسي او دودیز صنعت دی.

سعیده په جوزجان کې یوه غالۍ اوبدونکې ده چې د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره غالۍ اوبي، خو هغه څه چې نوموړې یې اندېښمنه کړې، د غالیو د پلور بازار نشتوالی دی.

غالۍ اوبدونکې سعیده عثماني وايي: «زموږ ستونزې دا دي چې کورنۍ مو ۱۵ غړي لري، کور مو کرایي دی. د غالیو بیه ډېره ټیټه شوې، موږ د لس متره غالیو پر سر اتلس زره افغانۍ عاید ترلاسه کوو چې ډېرې کمې پیسې دي.»

غالۍ اوبدونکې قدریه وايي: «د غالۍ بیه ټیټه شوې، د ژوند پرمخ بیول ستونزمن شوي، موږ په دې ولایت کې د غالیو بازار د ښه کېدو غوښتونکي یو.»

یو شمېر نجونې چې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو بې‌برخې دي هم غالیو اوبدلو ته یې مخه کړې ده.

غالۍ اوبدونکې نازنین وايي: «موږ له ښوونځي او پوهنتونه پاتې شوي یو، دلته راځو غالۍ اوبدنه کوو، زموږ غالۍ باید په ښه بیه وپلورل شي.»

غالۍ اوبدونکې مروه وايي: «زه یوه ځوانه نجلۍ یم دلته غالۍ اوبدل کوم. خویندې مې هم دلته دي، د ژوندانه ستونزې ډېرې دي، هېڅوک راته پام نه کوي، موږ مرستې ته اړتیا لرو ترڅو خپل اقتصاد ښه کړو.»

په هېواد کې غالۍ تر ډېره د افغانستان په شمالي او لوېدیځه حوزه کې تولیدېږي دا غالۍ چې په بېلابېلو رنګونو او سبکونو اوبدل کېږي په نړیوالو بازارونو کې ګڼ پېرودونکي لري.