افغانستان

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو له وضعیت څخه د ژغورنې نړیوالې کمیټې اندېښنه

د ژمي له رارسېدو سره هم‌مهاله افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ د هغو کډوالو د وضعیت په اړه چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شي دي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

زرګونه افغانان چې ډېری یې لسګونه کاله په پاکستان کې ژوند کړی دی، د دې هېواد پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي. پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د ایستلو او نیولو لپاره لا زیات عملیات په لار اچوي.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دا اقدام د سلګونه زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره پیل شوی دی.

ویل کېږي، چې دا اقدام له هغو ملېشه ځواکونو سره د مبارزې لپاره چې له افغانستانه د پاکستان پروړاندې بریدونه په لار اچوي د مبارزې لپاره د طالبانو د نه همکارۍ له امله ترسره شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دا ادعاوې رد کړې دي.

په دې لړ کې د ژغورنې نړیواله کمیټه زرګونه تنو راستنېدونکو ته چې د ننګرهار ولایت د تورخم مرکزونو ته رسېږي روغتیايي خدمات، رواني ملاتړ او نورې مرستې وړاندې کوي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د اسیايي اړیکو برخې د مدیر مرستیالې نانسي ډنټ رویټرز ته ویلي: «دا هېواد د زرګونه راستنېدونکو کورنیو د جذب وس نه لري او په ډېر احتمال دا چاره به اقتصاد ته لا زیات زیان ورسوي. له همدې امله د ټول افغانستان لپاره وضعیت ناوړه کېږي.»

اغلې دنټ زیاته کړې: «تورخم بندر کې بشردوستانه اړتیاوې ډ‌ېرې زیاتې دي. د اکټوبر له لومړې نېټې راهیسې، د ۲۰۰ زره کورنیو د راتلو شاهد وو. ډېری خلک چې له پاکستانه راځي له جامو پرته بل څه نه لري.»

د ژغورنې نړیوالې کمیټې دغې مسوولې ویلي: «موږ له ژمي سره مخ یو او وضعیت په چټکۍ د خرابېدو په حال کې دی او هوا ورځې تر بلې سړېږی. همداراز ډسمبر میاشت د ورښتونو د موسم پیل دی نو له همدې امله، خلک به له ډېرو سختو شرایطو سره مخ شي. لکه څنګه مې چې وویل دوی به تر خیمو لاندې ویده شي.»