سوداګري

د هرات د غوریان د اوسپنې کان د کېندنې چارې پیل شوې

په هرات ولایت کې د غوریان د اوسپنې کان کېندنې چارې د پنځه نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د پنجشنبې په ورځ پیل شوې.

د طالبانو د کانونو د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په وینا، دغه کان شاوخوا ۹۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

هغه وايي چې له دغه کان کېندنې شوې اوسپنه به په هېواد دننه پروسس کېږي.

د غوريان د اوسپنې کان د دېرشو کلونو لپاره له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره قرارداد شوى دى.

دلاور وایي:«دا کان د یو کال، دوه کالو. پنځوس کالو، یا سل کالو لپاره نه دی په پېړیو کې هم نه خلاصیږي. دویم دا چې، دا څلور بلاکونه ۵ ملیارد او ۵۷۰ ملیون ډالر لګښت لري.»

له بل پلوه د طالبانو د کانونو وزیر د هرات د سمنټو پروژې د بیا فعالېدو خبر ورکړ.
هغه وويل، «دغه کان په کال کې د ۳۰ میلیونه بوجۍ سمنټو د کېندنې ظرفیت لري.»

د هغه په ​​وينا، د دغه کان په فعالېدو سره به د افغانانو د سمنټو ټولې اړتياوې پوره شي.

له بل خوا د تېر حکومت یو شمېر چارواکي د هېواد د زېرنو د حیف و میل کېدو په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي، له دغو طبیعي زېرمو باید د اقتصادي مافیا او د کانونو د مافیا لاسونه لنډ شي.

د هرات د پخواني والي ویاند جېلاني فرهاد وایي: «له بده مرغه د افغانستان کانونه له یوې خوا ملي سرمایه ده او له بلې خوا په تېرو څو کلونو کې د دې لامل شوې چې د نړۍ او سیمې هېوادونو له خوا له تېري سره مخ شي. په اوسنيو شرایطو کې چې د طبيعي زېرمو د کېندنې په برخه کې اقدامات ترسره کېږي، په ورته وخت کې بايد د روڼتيا او خلکو ته د حساب ورکونې لپاره هم اقدام شي او د کانونو د مافيا لاسونه لنډ کړل شي.»

ویل کیږي، هغه څلور شرکتونه چې د غوریانو د اوسپنې کان کیندنې قرارداد یې ترلاسه کړی هغه کورني شرکتونه دي چې د انګلستان، ایران او ترکیې شرکتونو سره ونډه لري.