د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ کمېشنر فیلیپو ګراندي وایي، ګڼ شمېر افغانان چې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي، په افغانستان کې له سختیو او خطرونو سره مخ دي.
ګراندي پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې افغانستان له یوه انساني ناورین سره مخ دی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره یې ستونزې لازیاتې شوې او د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره به په هېواد کې وضعیت لاخراب شي.
ښاغلی ګراندي وایي: «زه له پاکستانه غواړم چې د زیانمنونکو افغانانو لپاره د امنیت په خوندیتوب کې خپل لرغوني دود ته دوام ورکړي.»
پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټې په رسمي توګه د بې اسناده افغان کډوالو نیول او ایستل پیل کړي دي.
په وروستیو اونیو کې پاکستاني چارواکو د ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو په ګډون له «ناقانونه کډوالو» غوښتي و چې له دې هېواده ووځي.
ګڼ شمېر کډوال د سپتمبر له نیمايي بیا د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په خپله خوښه له دې هېواده ووتل.
پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې تراوسه کابو ۲۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د مذهبي آزادیو کمېسیون په یوه اعلامیه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د زیاتوالي او د مذهبي لږکیو او کډوالو لپاره د وېرې رامنځته کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د احمدیه په شان مذهبي لږکي، د نیولو بهیر له پراختیا او د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو له جبري ایستلو سره مخ شوي دي.
د امریکا د مذهبي آزادۍ کمېسیون کمېشنر ډیویډ کوري د مذهبي لږکیو په تېره بیا مسیحیانو، شیعه وګړو، احمدیه مسلمانانو او سیکانو د جبري ایستلو په اړه اندېښنې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی به په افغانستان کې د مذهبي عقایدو له سختو محدودیتونو سره مخ شي.
ښاغلي کوري ویلي: «موږ اندېښنه لرو چې د پاکستان حکومت هغه مذهبي لږکي چې د ځورونې او نیولو له وېرې تښتېدلي په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.»
هغه زیاته کړې: «د طالبانو په واکمنۍ کې مسیحیان، شیعه او احمدیه مسلمانان او سیکان په افغانستان کې خپل مذهبي عقاید په آزاده توګه نه شي ترسره کولای. د امریکا دولت باید له پاکستاني چارواکو سره تعامل ته دوام ورکړي ترڅو دوی تر فشار لاندې راولي چې پر خپله دې پرېکړې بیا غور وکړي.»
په دې لړ کې د پاکستان دولت تراوسه د کډوالو د ایستلو بهیر په اړه د بیا غور کولو پرېکړه نه ده کړې.