ورزش

په پاکستان کې د آسیا د تکواندو اتلولۍ په آزادو سیالیو کې د افغانستان بریا

افغانستان د دوو د سرو زرو او دوو د سپینو زرو مډالونو په ګټلو د پاکستان په اسلام آباد کې د آسیا ټکواندو د اتلولۍ آزادو سیالیو د پنځم پړاو بریا خپله کړه.

د افغانستان دا بریا د محسن رضایي او علي اکبر امیري د سرو زرو او د حکمت الله زین او امید سهاک د سپينو زرو په مډالونو ترلاسه شوه.

Team Afghanistan at 5th Asian Taekwondo Open Championship.

محمد بشیر تره‌کي د دغو سیالیو د تر ټولو غوره روزونکي نوم خپل کړ او محسن رضایي هم ددغو سیالیو د تر ټولو مخکښ مبارز نوم ګټلی دی.

دا سیالۍ د نومبر له لومړۍ تر پنځمې نېټې به اسلام آباد کې ترسره شوې.

پاکستان په دغو سیالیو کې د سرو زرو د دوو مډالونو، یو د سپينو زرو او اوه د برونزو مډالونو په ګټل دوهم مقام خپل کړ.

په دې سیالیو کې قزاقستان د سرو زرو د یوه مډال او د سپینو زرو د څلورو مډالونو په اخیستو درېیم ځای خپل کړی دی.