د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په څلورمه ورځ هم پاکستاني پولیس د پاکستان د اسلام اباد، خیبر پښتونخوا او کراچۍ او کویټې ښارونو په شاوخوا کې د دغو کډوالو شړلو ته دوام ورکوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د جبري شړلو بهیر په څلورمه ورځ د افغانستان له پولو دوولس زره او ۶۸۹ کسان ایستلي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې د پاکستان له زندانونو تر خوشي کېدو وروسته یې ۱۴۶ بندیان د افغانستان پولو ته استولي دي.
د شنبې په ورځ هم د اسلام اباد، خیبر پښتونخوا ایالتونو او د پاکستان په کراچۍ او کوټې ښارونو کې د پاکستاني پولیسو عملیات روان وو.
پوليسو د پاکستان په اسلام اباد، کوټې او خيبر پښتونخوا ايالت کې يو شمېر افغانان نيولي او موقتي پنډغالو ته يې لېږدولي دي.
تراوسه د پاکستان حکومت د شنبې په ورځ د نیول شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې د جمعې په ورځ څه باندې ۱۲ زره افغانان د ویزې او قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له دغه هېواده ایستل شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد حکومت ۱۴۶ افغانان چې د بېلابېلو جرمونو په تور زنداني وو، له خوشې کېدو وروسته د هېواد پولو ته ور شړلي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی: «۱۴۶ بندیان چې ۸۳ یې د پنجاب او ۶۳ یې د خیبر پښتونخوا په زندانونو کې په بېلابېلو جرمونو د پولیسو له خوا نیول شوي وو، خوشې شوي او پولو ته لېږدول شوي دي.»
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.
یوه افغان کډواله فرخنده وايي: «هغه خلک چې په پاکستان کې کډوال شوي او په دریم هیواد “پاکستان” کې ژوند کوي د خوښۍ یا چکر لپاره پاکستان ته نه دي راغلي، بلې هر یو یې داسې ستونزې لرلې چې له امله یې کډوالۍ ته اړ شوي او دلته ژوند کوي که د دوی مخه ونه نیول شي. بېرته ستنیږي د هغو کسانو منګولو ته چې دوی ور نه په تېښته دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د هغو کسانو په اړه د خبرو د پیل خبر ورکوي چې په درېیمو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ ویلي، هېواد یې له یو شمېر هېوادونو سره په اړیکه کې دی څو د کډوالو د لېږد په اړه ژر پرېکړه وکړي.
اخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا ممتاز بلوڅ وايي: «دغو دوسیو ته ژر تر ژره رسېدنه یوه اړتیا ده، څو افغان کډوال له ځنډ پرته درېیم هیواد ته ولېږدول شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د بې اسناده کډوالو د شړلو طرح له اړوندو بنسټونو سره د هر اړخیزو مشورو پر بنسټ جوړه شوې او افغان کډوال کولای شي چې د قانوني وېزو په غوښتنه پاکستان ته راشي.