سویلي آسیا

پاکستان کې په چاودنه کې د شپږ تنو وژل کېدل

د خيبرپښتونخوا ایالت په دېره اسماعيل خان ښار کې د چاودنې له امله لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي او ٢٢ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی، چې چاودنه د جمعې په ورځ د دغه ښار د ټانک اډې په سیمه کې شوې او موخه یې د پولیسو موټر و.

پاکستاني چارواکو د دغې چاودنې د نوعیت او د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو په تېرو میاشتو کې په پاکستان کې د ډېرو بریدونو مسوولیت ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستي.

د جګړې او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ موندنې ښيي چې یوازې په اګست میاشت کې په پاکستان کې ۹۹ ترهګریزې پېښې شوې دي.