دا کنډوالې تر څو ساعتونو مخکې پورې، د هغو کسانو سرپناه او کورونه وو چې د کلونو زحمت او زیار په پایله کې جوړ شوي وو.
دا د اسلام آباد یوه څنډه ده او دا کنډوالې هم د هغو کډوالو کورونه وو چې د پولیسو له خوا وران شوي دي.
دوی خپل وروستي توکي راټولوي. دا یوه سخته او د ډېری وګړو لپاره د نه باور وړ ورځ ده.
په پاکستان کې کډوال خیال ګل وايي: «زه دا پېژند کارت، خو پولیس وايي چې دا کارت معتبر نه دی. زه په دې کارت سره آن نه شم کولای کور په اجازه ونیسم، اوس مې یې کور وران کړی او غواړم چې کابل ته ولاړ شم.»
سپين ږیري او ماشومان له هغه ځایه د تلو لپاره تیاری نیسي چې ډېری دا کسان دلته زېږېدلي او په دې دومره کلونو کې یې ځانونو ته ژوند او کورونه جوړ کړي وو ـ دا کورونه اوس په کنډوالو بدل شوي دي.
په پاکستان کې کډوال آغا جان وايي: «زه ۴۵ کلن یم او ټول عمر مې دلته تېر کړی، موږ د روسانو د برید پرمهال دلته راغلي یو، زه دلته نړۍ ته راغلی یم، هېڅکله افغانستان ته نه یم تللی، اوس د پاکستان حکومت له موږ سره دا ډول چلند کوي، زموږ کورونه یې وران کړل، کورونو ته مو وګورئ، زموږ وضعیت ته وګورئ.»
اوس د ښځو او ماشومانو په ګډون له سرپناه پرته د داسې موټر په لټه کې دي چې دوی د افغانستان تر پولو ورسوي.
د پاکستان پولیس هر ډول خوځښت له نږدې څاري.
خو بل لوري ته د ماشومانو د ژوندان بهیر ګورو چې په خپلو لوبو بوخت دي.
بالاخره هغه شېبه چې دوی یې په تمه وو راورسېده، له ورانو شویو کورونو سره مخه ښه کول او د ژوند د یوه نوي پړاو پيلول. هغه کسان بیا بختور بلل کېږي چې بار وړونکی موټر پيدا کړي، ځکه په دې ورځو کې د لاریو موندلو لپاره باید ډېر په تمه شي او یا زیاتې پیسې ورکړي.