سویلي آسیا

تایلنډ او کمبوډیا د دویمې ورځې لپاره درنې جګړې ته دوام ورکړی

تایلنډ او کمبوډیا د جمعې په ورځ د دویم ځل لپاره پر یو بل د درنو وسلو بریدونه کړي. دا نښتې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو لسو کلونو تر ټولو شدیدې بلل کېږي، لا پراخې شوي او نورو سرحدي سیمو ته غځېدلې دي، سره له دې چې نړیوالو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

په راپورونو کې ویل شوي، تر دې دمه لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او لسګونه زره نور له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي دي. دواړه هېوادونه یو بل د جګړې په پیل تورنوي، او تبلیغاتي تورونه هم شدت موندلی. تایلند ادعا کړې چې کمبودیا په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کړي، او کمبودیا بیا تایلند تورن کړی چې د کلسټر بمونو کارونې ته مخه کړې، هغه وسلې چې په نړیواله کچه پراخې غندنې ورسره شوې دي.

د تایلند سرپرست صدراعظم فومتام ویچایاچای ویلي، کمبودیا له څو محاذونو بریدونه پیل کړي، خو تایلند یوازې د خپل قلمرو دفاع کوي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي: “اوسنی وضعیت د تجاوز او یرغل څرګند عملونه دي، چې د خلکو ژوند ته جدي زیان رسوي. دا شخړه شدت موندلی او ښايي د جګړې حالت غوره کړي. دا مهال درنه وسله‌واله نښته روانه ده.”

د تایلند د پوځ په وینا، جګړه له جمعې سهار مخکې بیا پیل شوې او نښتې له شپږو څخه ۱۲ سیمو ته پراخې شوې دي. پوځ ویلي، کمبودیا د توپچي وسلو او روسي ساخت BM-21 راکټ‌ویشتونکو سیستمونو کار اخیستی، او ښوونځي او روغتونونه یې په نښه کړي دي.

د تایلند پوځ دا بریدونه “وحشیانه” بللي او پړه یې د کمبودیا پر حکومت اچولې، چې مشري یې د پخواني صدراعظم هون سین له لوري کېږي – هغه چې د اوسني صدراعظم هون مانیت پلار دی.

په یوه خپره شوې اعلامیه کې د تایلند پوځ زیاته کړې: “د ملکي وګړو قصدي په نښه کول د جګړې جنایت بلل کېږي، او باید مسؤل کسان عدالت ته وسپارل شي.”

د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی، او د نړیوالو اندېښنې په ډېرېدو دي. تر اوسه د جګړې د درولو لپاره کوم عملي پرمختګ نه دی شوی.