افغانستان

راپور: افغانستان کې ۲۸۹ ټولنې د یخنۍ له ډېر لوړ خطر سره مخ دي

د خوړو نړیوال سازمان په ګډون دوه بشري بنسټونو په یوه ارزونه کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸۹ ټولنې، چې نږدې ۳.۴ میلیونه وګړي پکې شامل دي، په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د یخنۍ د څپو له «شدید» لوړ خطر سره مخ دي.

د دغو بنسټونو د راپور له مخې، ۵۵۵ ټولنې د لوړ خطر په کټګورۍ کې راځي، په داسې حال کې چې ۷۸۲ ټولنې د منځني خطر له ډلې شمېرل شوې دي.

په راپور کې راغلي، هغه سیمې چې د یخنۍ د څپو له خورا لوړ خطر سره مخ دي، په عمده توګه هغه ځایونه دي چې هم ټیټې درجې تودوخې ته ډېر زیان‌منونکي دي او هم د مقابلې ظرفیت پکې محدود دی، چې دا سیمې تر ډېره په شمال ختیځ، مرکزي لوړو او لوېدیځو سیمو کې دي.

راپور وايي، بدخشان او غور هغه ولایتونه دي چې د ډېر لوړ خطر لرونکو ټولنو تر ټولو زیات زیان‌منونکی دی.

د راپور پر بنسټ: په بدخشان کې ۱۳۹، غور کې ۷۴، تخار ۵۴، بامیان ۴۹، بادغیس ۴۹، ټولنې چې تر نورو ولایتونو ډېر زیان‌منونکې دي.

دغه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د خلکو د ژوند بڼه، د څارويو لپاره د یخ موسم مناسب سرپناه نه‌شتوالی، جغرافیوي محدودیتونه، او د سړکونو له شبکې سره محدود لاسرسی هغه مهم عوامل دي چې کله له یخنۍ د څپو له ګواښ سره یوځای شي، د ټولنو د زیان‌من کېدو په ټاکنه کې مهم رول لوبوي.