د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د سکاټلنډ پخوانۍ ملي لوبغاړه، پاؤلین همل، د تازه جوړ شوي افغان ښځینه کډوالو ټيم لومړۍ روزونکې ټاکلې ده.
دا ټیم وروسته له هغه جوړ شو چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر ورزش بشپړ بندیز ولګاوه. دغه نوې هڅه افغان ښځو ته د فوټبال د دوام یو نوی چانس ورکوي.
فیفا په یوه بیان کې ویلي چې دا ګومارنه د “د افغان ښځینه فوټبال لپاره د اقدام ستراتیژۍ” برخه ده، کومه چې تازه د دې ادارې له لوري تصویب شوې ده.
د رسمي معلوماتو له مخې، دغه ټیم د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې جوړ شوی او پکې هغه افغان ښځینه لوبغاړې شاملې دي چې په نورو هېوادونو کې یې پناه اخیستې ده.
پاؤلین همل، چې ۱۴۱ ځله د سکاټلنډ د ښځینه ملي ټیم لپاره لوبېدلې، د ښځینه ټیمونو (د ۱۷، ۱۹، او ۲۰ کلنو) د روزونکې په توګه یې په سکاټلنډ او سعودي عربستان کې هم تجربه لري، ویلي دي:
«دا یوه بېساري دنده ده؛ تر یوه عادي روزنیز کار ډېر لوی مفهوم لري. د دې ټیم هرې لوبغاړې د کډوالۍ او د خپلو خوبونو د ساتلو یوه کیسه لري. دا چې زه د دې پروژې برخه یم، یوه ستره ویاړنه ده.»
فیفا وايي، پاؤلین به د استعداد پېژندنې په درې کمپونو کې ګډون وکړي، ترڅو د وروستي ټيم لپاره لوبغاړې وټاکي.
ټاکل شوې ده چې دا ټیم به په نړیوالو دوستانه لوبو کې برخه واخلي. فیفا زیاتوي چې دا برنامه به په ازمایښتي توګه د یو کال لپاره پر مخ یوړل شي، ترڅو د یوه دوامدار او اوږدمهاله پروګرام بنسټ کېښودل شي.
له هغه وروسته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان واکمن شول، هلته د ښځو ورزش بشپړ بند شو، او د افغانستان د فوټبال فدراسیون نور د ښځینه ټيمونو رسمیت نه پېژني.
وروستی ځل چې د افغانستان د ښځو فوټبال ټيم په یوه رسمي سیالۍ کې ګډون کړی، ۲۰۱۸ کال و.
فیفا ویلي چې د دې پروګرام له لارې غواړي هغه ښځینه افغان لوبغاړو ته د ورزش دوام لاره برابره کړي، چې له هېواده وتلي، خو اوس هم د خپلو اساسي بشري حقونو نه محرومې دي.
