ښځې

د غور ښځې: له بهرنیو مرستو پرته زموږ هنرونه مري

په غور کې یو شمېر ښځې وایي، چې د بهرنیو مرستو له بندېدو سره، په دغه ولایت کې له ښځو د کاري پروګرامونو ملاتړ هم په ټپه درېدلی دی.

دغه ښځې چې په غالۍ اوبدلو، خامک ګنډلو او مرۍ اوبلو کې هنرمندانې دي، زیاتوي چې د کوچنیو کار وبارونو د رامنځته کولو مالي وسه نه لري.

د دې خونې دغه ښکلې بڼه، د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د ښځو د زیار او ځانګړي هنر پایله ده، چې د دې ولایت په کور ناستو ښځو د اصیل فرهنګ سمبول ګڼل کېږي.

دغه ښځې چې پخوا یې له همدې هنره عاید ترلاسه کاوه، اوس وایي چې د پانګې نشتوالي له امله ن ه‌شي کولای خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي.

د غور یوه اوسېدونکې وايي: «یقین وکړئ، موږ د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له ډېر فشار نه ستړي شوي یو. زه خپله ډېر ناروغه یم، خو درملنه نشم کولای. موږ ته قالین‌بافي زده ده، خو شرایط داسې نه دي چې دا کار وکړای شو.»

یو شمېر نورې ښځې چې د غالۍ اوبدلو صنعت یې له خپلو نیکونو په میراث وړی دی، وایي چې کلونه کېږي د دوی لپاره د غالۍ اوبدلو زمینه نه ده برابره شوې او د بهرنیو مرستو له بندېدو سره، نور د ښځو له کارونو هر ډول ملاتړ هم پای ته رسېدلی دی.

د غور یوې اوسېدونکې آمو ته وویل: «موږ ته د قالین‌بافۍ زمینه نه ده برابره شوې، د قالین له قیمتونو هم نه یو خبر. لاړو د قالین‌بافانو سره کار مو وکړ، ورځنۍ سل یا سل و پنځوس افغانۍ راکول کېدې، خو تر اوسه مو هېڅکله پوره قالین نه دی ترلاسه کړی.»

یو شمېر نورې ښځې هم چې د خپلې کورنۍ ګټيالي دي، له خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري.

د غور اوسېدونکې، مملکت، وايي: « زما اولادونه شامپو نه لري چې سرونه پرې ومینځي، جامې نه لري چې واغوندي، بوټان نه لري چې وڅیري. هر چا ته معلومه ده، موږ هېڅ هم نه لرو.»

غور کې سرچینې وایي، چې پر افغانستان د امریکا د بشري مرستو له پرېکېدو وروسته، په دغه ولایت کې د ښځو اړوند ټول کوچني کاروبارونه له ځوړ سره مخ شوي او بهرنۍ موسسې هم نور له دغو کارونو ملاتړ نه کوي.