نړۍ

په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ تازه نښتو کې د لسګونه ملکي وګړو ټپي کېدل

د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې په ۲۵مه ورځ لسګونه ټپیان د رفح له لارې مصر ته ولېږدول شول.

د اسراییلو پوځ هم د ویډیوګانو په خپرولو سره په ځمکنیو جګړو کې د پرمختګ او د حماس پر نویو اهدافو د بریدونو خبره کوي.

په همدې حال کې د یمن حوثي یاغیانو د یوې ویدیو په خپرلو سره ادعا کړې چې پر اسرائیلو یې توغندي او بې پېلوټه بریدونه کړي دي.

د اسراییلو او حماس تر منځ له جګړې پنځه ویشت ورځې تېریږي؛ هغه جګړه چې دروند بار یې ظاهراً په غزه کې د ملکي خلکو په اوږو دی.

دلته د غزې او مصر تر منځ د رفح په پوله کې د مصر، اسرائیلو او حماس ترمنځ د یوې هوکړې له مخې تر ۸۰ زیات ټپیان مصر ته ولېږدول شول.

خو په غزه کې ملکي وګړي د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي خبره کوي.

د غزې یو اوسېدونکی فتحي عبدالحسن وايي: «موږ دلته درې میاشتې تېرې کړې، له لږو امکاناتو لکه اوبو، خوړو او سرپناه پرته. موږ د مړو مخې ته سترګې پرانیزو او د مړو مخې ته سترګې پتوو.»

په همدې حال کې اسرائیلي پوځ پر حماس تور پورې کوي چې له ملکي خلکو د ډال په توګه کار اخلي او وايي چې د دوی ځمکني عملیات د پرمختګ په حال کې دي.

اخوا، د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري وايي: «سنوار او د حماس ټول جګپوړي چارواکي هڅه کوي چې د اسراییلو او اسراییلي پوځ په لاس د غزې د ویجاړیدو او خلکو د وژل کیدو انځور جوړ کړي.»

له بلې خوا، د یمن حوثي یاغیانو د یوې ویډیوې په خپرولو سره ادعا کړې چې د اسراییلو په لور یې توغندي او بې پېلوټه بریدونه ترسره کړي. په اسراییلو د دغو توغندیو اغېز تر اوسه نه دی تایید شوی.

په همدې حال کې ایران خبرداری ورکوي چې پر غزې د بریدونو دوام به “ژورې پایلې” ولري.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۸۸۰۰ تنو ته رسېدلی چې درې زره او ۶۴۸ یې ماشومان دي.