سوداګري

په بازار کې د زړو افغانیو له زیاتوالي د کابل ښاریانو شکایت

یو شمېر کابل ښاریان د دغه ښار په بازارونو کې د زړو افغانیو پر زیاتوالي نیوکه کوي.

کابل ښاریان وايي، چې په وروستیو میاشتو کې په ځانګړي توګه د لسو او شلو افغانیو بانک‌نوټونه له کاره لوېدلي او ډېر کله د کارولو وړ نه دي.

په همدې حال کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې بازار ته یې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو د نویو بانکنوټونو د وړاندې کولو پرېکړه کړې ده.

دلته د کابل په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو راکړه ورکړه په یوې لوې ننګونې بدله شوې.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تر ډېره نه شي کولی له دې بانک نوټونو ګټه واخلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک په ځلونو د نویو بانک نوټونو د وړاندې کولو ژمنې کړې، خو کابل ښاریان وايي چې لا هم د کابل بازارونه له زړو افغانیو ډک دي.

یو شمېر صرافان هم د هېواد بازارونو ته د نویو بانک‌نوټونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې بازار ته یې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو د نویو افغانیو د وړاندې کولو پرېکړه کړې ده.

د دغه بانک ویاند ویلي چې هېوادوال کولی شي دغه دوه ډوله زاړه بانکنوټونه له کوم کمېشن پرته په خصوصي او دولتي بانکونو کې بدل کړي.