نړۍ

د اسراییلو پوځ وايي له حماس سره جګړه نوي پړاو ته رسېدلې

د اسرائیلو او حماس ډلې تر منځ د جګړې په ۲۲مه ورځ، د اسرائیلو پوځ وايي چې، دغه جګړه «دوهم پړاو» ته داخله شوې، دا پړاو له ځمکنۍ جګړې سره پیل شوی.

خو د غزې د سويلي سیمو اوسېدونکي لا هم د خوړو، اوبو او نورو لومړنیو خدمتونو له کمښت سره لاس و ګرېوان دي.

له بلې خوا د فلسطین ولسمشر وايي، د غزې تړانګه د «نسل وژنې جګړې» سره مخامخ ده.

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې په تېرو ۲۲ ورځو کې په فلسطین کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د غزې په سويل کې د خان یونس اوسېدونکي تر خېمو لاندې شپې ورځې تېروي.

دغو اوسېدونکي د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو زېرمتون ته راټول شوي دي.

د غزې یو اوسېدونکی احمد مطر وايي: «دا یو غچ اخیستونکی، ډارن، فاشیست او نژاد پرسته کمپاین دی. دوی هڅه کوي چې په قومي توګه د فلسطین خلک چې وقار او غرور لري له منځه یوسي. موږ په دې سیمه کې یوه کورنۍ یو، هغوی مهربانه خلک وو، د دې پر ځای چې د لمانځه په اذان له خوبه راویښ شي، د هوايي برید له امله چې د دوی په کور وشو، له خوبه راویښ شول.»

خو د اسرائیلو پوځ د غزې په شمالي برخو کې د خپلو پوځیانو د ویډیو ګانو په خپرولو سره وايي چې د حماس پر ضد د دوی جګړه “دوهم پړاو” ته داخله شوې ده، دا پړاو په ځمکنیو جګړو سره پیل شوی.

د دغه هېواد پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حماس ۴۵۰ مرکزونه په نښه کړي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «د غزې تړانګې په شمال کې ځمکنۍ جګړه روانه ده. موږ د پلان پر بنسټ د جګړې په پړاوونو کې پرمختګ کوو. موږ کرار کرار په غزه کې ځمکني عملیات او د ځواکونو شمېر زیاتوو.»

د دې جګړې تلفات تر اوسه په غزه کې تر ۷ زره ۶۵۹ او په اسرائیلو کې ۱۴۰۰ تنو ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس پرون په یوه غونډه کې وویل چې په غزې تړانګه کې خلک د «نسل وژنې له جګړې» سره مخ دي.